|
کابل سبا لمر
قندهار سبا لمر
هرات سبا لمر
مزارشريف سبا لمر
غزني سبا د ورښت امكان
جلال آباد سبا ځاى ځاى ورېځ
باميان سبا لمر
زرنج سبا لمر
ميمنه سبا لمر
غوره پروګرامونه
تازه خبر:
- د ننګرهار د تودو سيمو ښوونځيو كلنۍ ازموينه پيل شوه
- ولسي جرګې د زندانونو او توقيف ځايونو د قانون په دوو مادو كې تعديل تصويب كړ
- د غويي د اتمې په مناسبت ٢٨ بنديان خوشي شول
- يمن كې چاودنې ۳۹۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
- خوست كې د دوقومونو ترمنځ د جګړې له كبله دوه تنه ووژل شول
- د نړيوال اټومي اژانس مشر نن سهار تهران ته ورسېد
د كليد ګروپ
اته ټنه بې كيفيته او تاريخ تيري درمل وسوځول شول
لیکونکی توريالى همتپنجشنبه 13 سلواغه 1390 ساعت 08:57
په ننګرهار کې پرون د روغتيايي چارواکو له لورې اته ټنه بېلا بېل ډوله راټول شوي بې کيفيته او تاريخ تيري درمل وسوځول شول.
روغتيايي چارواکي وايي، ياد درمل يې د مركز جلال اباد او ولسواليو له درمل پلورنځيو څخه د دو مياشتو په موده کې راټول کړي وو.
د دې ولايت د عامې روغتيا رييس ډاګټر بازمحمد شېرزاد کليد ته وويل، چې ياد درمل يې د ملي امنيت، څارنوالۍ او يو شمېر نورو امنيتی ارګانونو په ګډه مرسته راټول کړي وو.
شېرزاد زياته كړه، په ټوليزه توګه د راټولو شويو دوه سوه ٧٥ قلمه درملو ارزښت اوه ميلونه افغانۍ کېږي، چې په وينايې، له پنځه شپېته درمل پلورونکو شرکتونو څخه يې راټول کړي.
ډاکټر شېرزاد دا هم وويل، چې شاخوا لس ټنه نور دا ډول درمل يې هم د ګمركي مراحلو له لارې نيولي، چې په نږدي راتلونکي کې به يې وسوځوي.
هېره دې نه وي، چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم په ننګرهار روغتيايي چارواکو څلور ټنه تاريخ تيري او بې کيفيته درمل سوځولي وو.





