|
کابل سبا لمر
قندهار سبا لمر
هرات سبا لمر
مزارشريف سبا لمر
غزني سبا د ورښت امكان
جلال آباد سبا ځاى ځاى ورېځ
باميان سبا لمر
زرنج سبا لمر
ميمنه سبا لمر
غوره پروګرامونه
تازه خبر:
- د ننګرهار د تودو سيمو ښوونځيو كلنۍ ازموينه پيل شوه
- ولسي جرګې د زندانونو او توقيف ځايونو د قانون په دوو مادو كې تعديل تصويب كړ
- د غويي د اتمې په مناسبت ٢٨ بنديان خوشي شول
- يمن كې چاودنې ۳۹۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
- خوست كې د دوقومونو ترمنځ د جګړې له كبله دوه تنه ووژل شول
- د نړيوال اټومي اژانس مشر نن سهار تهران ته ورسېد
د كليد ګروپ
واورو د نورستان د مركز او ولسواليو ترمنځ غځېدلې لارې تړلي
لیکونکی توريالى همتيكشنبه 16 سلواغه 1390 ساعت 11:34
د نورستان ولايتي شورا وايي، له تېرو دوو اونيو راهيسې د واورې ورښت د دې ولايت د مرکز او ولسواليو ترمنځ غځېدلې ټولې لارې تړلي او له امله يې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دى.
د دې ولايت د ولايتي شورا رييس عنايت الرحمن مذهب يار کليد سره په ټیلفوني اړیکه کې وويل، په نورستان کې د خلکو د تګ راتګ ټولې لارې په وارو پوښل شوي او سخته سړه هوا د روغتيايي خدمتونو په نه شتون کې د ګڼو خلکو د ناروغۍ سبب ګرځېدلې.
مذهب يار، چې د واورې د ورښت اندازه يو نيم متره وښوده اندېښنه څرګنده کړه، چې که واورې ښوېدنې رامنځته شي، نو د ډېرو خلکو ژوند به واخلي.
نوموړي زياته كړه، چې د دوو اونيو پرځنډ ورېدلې واوره د خوراکي او نورو اړتيا وړ توکو د کمښت سبب شوې او په وينا يې په بيو کې يې څو برابره لوړوالى راغلى.
د نورستان د ولايتي شورا رييس، چې د اورښتونو په ځنډني کېدا او خلکو ته د راپورته شويو ستونزو د حل په موخه د حکومت د تدابيري پلانونو له نشتوالي شکايت کوي اندېښنه ښيي، چې د دې چارې په دوام سره به خلکو ته د سر و مال درانه زيانونه رامنځته شي.
ده، چې له مركز پارون سره يې د واورې له امله د ټولو ولسواليو د لارو د تړلو خبر ورکړ زياته يې کړه، چې د كونړ - نورستان لاره پرون ولسي وګړو د ګډ کار په ترڅ کې يواځې د يو موټر د تللو لپاره پرانيستې ده.
بلخوا بيا د نورستان ولايتي اداره په ځينو برخو کې د پرتو ستونزو په منلو سره د مرستو د نشتوالي نيوکې ځواب کې د خپلو فعايتونو خبره کوي.
د دې ولايت د والي وياند محمدزرين وايي، د نورستان د خلکو د ستونزو اساسي حل په دې ولايت کې د رغونې بهير پورې تړلى او پر وينايې، ولايتي اداره په دې برخه کې لاس په کار شوى.
د ويلو ده، چې نورستان په ختيځ کې پروت يو سرحدي او غرنى ولايت دى، چې ډېرى خلک يې خپل لګښتونه د کرنې او مالدارۍ له لارې پوره کوي.
کتونکي وايي، چې که پر وخت په نورستان کې اړو خلکو لپاره د اړتيا وړ توکي او روغتيايي اسانتياوې برابرې نه شي، نو لرې نه ده، چې د هېواد ځینو نورو سيمو په څېر به دلته هم واورې د خلکو ژوند واخلي.





