Get Adobe Flash player

د تازه مطالبو ترلاسه كول

کابل سبا لمر

26˚C
10˚C

قندهار سبا لمر

32˚C
19˚C

هرات سبا لمر

29˚C
14˚C

مزارشريف سبا لمر

30˚C
18˚C

غزني سبا د ورښت امكان

18˚C
11˚C

جلال آباد سبا ځاى ځاى ورېځ

28˚C
17˚C

باميان سبا لمر

11˚C
2˚C

زرنج سبا لمر

35˚C
25˚C

ميمنه سبا لمر

25˚C
16˚C
ټول ښارونه او اړوند جزيات

غوره پروګرامونه

آگهی
آگهی
آگهی
آگهی

د كليد ګروپ

د ننګرهار په درېيو ولسوالۍ كې وارورې خلك له ګڼو ستونزو سره مخ كړي

لیکونکی توريالى همت
يكشنبه 16 سلواغه 1390 ساعت 12:09

د ننګرهار په درېيو ولسوالۍ كې وارورې خلك له ګڼو ستونزو سره مخ كړي

 

د ننګرهار په درېيو ولسواليو کې د پرله پسې واورې ورېدنې له امله  له دوو ورځو راهيسې د تګ راتګ د ډېرو  لارو پر بندېدا سربېره، يو شمېر کورونه نړيدلي او  ګڼ ماشومان په ژمنيو ناروغيو اخته شوي دي.

د شېرزادو ولسوال ميرزا محمد نصرت کليد سره خبرو کې وويل، له تېرو دوو ورځو راهيسې پرتې واورې د موټرو  د تګ راتګ خڼډ شوي او تر دېرشو ډېر زاړه کورونه د درنو واورو له امله نړېدلي دي.

نصرت، چې خلکو سره يې د بېړنيو مرستو له نشتوالي شکايت كاوه وويل، د واورې او سختو سړو له كبله ګڼ ماشومان هم ناروغان شوي، خو په وينا يې، روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى نه لري.

نوموړي په شېرزادو کې خلکو ته د ورپېښ سخت حالت په يادولو سره وايي، که سيمې ته مرستې ونه رسول شي د ناروغو ماشومانو ژوند به د مرګ له ګواِښ سره مخ شي.

په ورته وخت کې له شېرزادو سره نږدې د ننګرهار د يوې بلې ولسوالۍ حصارک څخه هم د واورې د ورښت له امله خلکو ته بېلابېلې ستونزې راولاړې شوې دي.

د حصارک ولسوال عبدالخالق کليد ته وويل، له تېرو دوو ورځو راهيسې د پرتو واورو له امله د لارو بندښت د خوراکي توکيو د بيو لوړوالي سبب ګرځيدلى.

ولسوال وايي، په هواره ځمکه کې پنځوس سانتي او په غرنيو سيمو کې له متر څخه ډېره  واوره ورېدلې، چې له امله یې د ډېر کليو لارې  تړل شوې دي.

نوموړي له اړوندو ادارو د مرستي غوښتنه وکړه او پر وینا یې، چې تراوسه هېڅ يوې مرستندويه ادارې د حصارک خلکو سره مرستې نه دي کړي.

په همدي حال کې له خوږياڼو ولسوالۍ څخه هم د سختې واورې د ورېدلو او له امله يې د لارو د بندېدو ريپوټونه ترلاسه شوي.

د خوږياڼو ولسوال محمدحسن کليد سره خبرو کې وويل، چې د وزيرو تنګي او ځينو نورو سيمو لارې واورو تړلي او په سيمه کې ډېر خلک په موسمي ناروغيو اخته شوي دي.

د ويلو ده، چې سږنى ژمى د ننګرهار په ځينو ولسواليو کې په داسې وخت کې د واورو له امله خلکو ته د رامنځته شويو ستونزو خبرورکول کېږي، چې تېرکال د دې ولايت په ډېرى سيمو کې سېلابونو خلکو ته د سر او مال درانه زيانونه اړولي وو.

 

نظر ها (0)

نوشتن نظر