Get Adobe Flash player

د تازه مطالبو ترلاسه كول

کابل سبا لمر

26˚C
10˚C

قندهار سبا لمر

32˚C
19˚C

هرات سبا لمر

29˚C
14˚C

مزارشريف سبا لمر

30˚C
18˚C

غزني سبا د ورښت امكان

18˚C
11˚C

جلال آباد سبا ځاى ځاى ورېځ

28˚C
17˚C

باميان سبا لمر

11˚C
2˚C

زرنج سبا لمر

35˚C
25˚C

ميمنه سبا لمر

25˚C
16˚C
ټول ښارونه او اړوند جزيات

غوره پروګرامونه

آگهی
آگهی
آگهی
آگهی

د كليد ګروپ

جلال اباد كې ۹ لاريون كوونكو ته مرګ ژوبله واوښته

لیکونکی توريالى همت
چهارشنبه 03 کب 1390 ساعت 10:33

جلال اباد كې ۹ لاريون كوونكو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار په مركزجلال اباد کې د بهرنيو ځواکونو له لورې د قرانكريم سوځولو د پېښې په غبرګون په ننني لاريون کې لږ تر لږ يو تن ووژل شو او اته نورټپيان شول .
په جلال اباد ښار کې د لاريون په ترڅ کې هغه مهال تاوتريخوالي رامنځته شو، چې پوليسو د ټوپکو په ډزو څلور لاريون کوونکي ټپيان شول.
د لاريونو دا لړۍ په بګرام هوايي ډګر كې د مېشتو بهرنيو ځواكونو لخوا قرانكريم او نورو اسلامي كتابونو ته د توهين په غبرګون پيل شوې وه، چې په زرکونو محصلينو او ننګرهار مېشتو پکې برخه درلوده.
لاريون کوونکو، چې شمېر زرګونو کسانو ته رسېده د ښار په واټونو کې يې ټيرونو ته اورونه اچولي وو او د امريکا پر ضد يې شعارونه ورکول.
لاريونوچې پيل يې دسهارپه اتوبجو ووترپنځه ساعته دوام وروسته په داسي حال کې پاي ته ورسيدچې په هوايي ډکرکې قهرجنولاريون کوونکو شپږتيلي ټانکري اودښارپه بيلا بيلو برخوکې دوادنيوښيښي ماتي کړي .
دننګرهار دوالي وياند احمدضياعبدالزي ديوي خبري ناستي پرمهال خبريالانوته وويل چې که څه هم دمحصلينو لاريون په سوله يزه بڼه پاي ته ورسيدخودښاردننه لاريون کې ترتاوتريخوالي اوښتو وروسته پنځه کسان ټپيان شوي دي .
وبلخوا ولسي وکړي اوروغتيايي چارواکي دټپيانوشمير اته تنه ښي اووايي چې يوبل هغه دامنيتي ځواکونوپه ډزو وژل شوي دي .
په جلال ابادکې دعامي روغتياروغتون يونوګريوال ډاګټر کليدته وويل چې دوي ته دلاريون له سيمي يومړي اواته نور ټپيان راوړي شوي دي .
په همدي حال کې دافغانستان ولسي جرګه چې دبهرنيو ځواکونوله لوري دقران شريف دسوځولو دپيښي غندنه کوي وايي عاملينوته به يې دهيواددقوانينوپه رڼاکې سزاورکړل شي .
دولسي جرګي لومړي مرستيال اوننګرهار دخلکواستازي حاجي عبدالظاهر قدير کليدسره خبرو کې ددي څرګندونوپه خواکې په ننګرهارميشتوغوښتنه وکړ چې دلاريونوپرمهال خپلو خلکوته دسراومال زيانونه رامنځته نه کړي .؛
ياده دي وي چې دجلال ابادښارسربيره دننګرهار په خوګيانو،حصارک اوکامي ولسواليو کې سلګونو لاريون کوونکو دامريکاپرضد دشعارونوپرورکولو سوله يز لاريونوترسره کړل .

نظر ها (0)

نوشتن نظر