Get Adobe Flash player

د تازه مطالبو ترلاسه كول

کابل سبا لمر

26˚C
10˚C

قندهار سبا لمر

32˚C
19˚C

هرات سبا لمر

29˚C
14˚C

مزارشريف سبا لمر

30˚C
18˚C

غزني سبا د ورښت امكان

18˚C
11˚C

جلال آباد سبا ځاى ځاى ورېځ

28˚C
17˚C

باميان سبا لمر

11˚C
2˚C

زرنج سبا لمر

35˚C
25˚C

ميمنه سبا لمر

25˚C
16˚C
ټول ښارونه او اړوند جزيات

غوره پروګرامونه

آگهی
آگهی
آگهی
آگهی

د كليد ګروپ

د ناټو په هوايي بريد كې اته ماشومان ټپيان شول

لیکونکی توريالى همت
چهارشنبه 03 کب 1390 ساعت 11:52

د ناټو په هوايي بريد كې اته ماشومان ټپيان شول

د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې نن سهار شاخوا نهه بجې بهرنيو ځواکونو پر يوه ښوونځي ډزي کړي، چې له امله يې د يوه ملازم په ګډون ۹ زده کوونکي ټپيان شوي دي.

د ښېوې ولسوال اعجازموند کليد سره خبرو کې وويل، چې پر ښوونځي د بهرنيو ځواکونو هغو دوو چورلکو بريد کړى، چې په وينايې کونړ ته پر لاره وې.

ولسوال زياته كړه، چې يادو ځواکونو پر ښوونځي د درنو وسلو بريدونه کړي، چې له امله یې د ښوونځي اته زده کوونکي او يو ملازم ټپيان شوي دي.

د ده په وينا، پېښه د دې ولسوالۍ په کاشکوټ کې د سربند په نوم د هلکانو يوه ښوونځي کې رامنځته شوې ده.

ولسوال زياته كړه، د بهرنيو ځواکونو له لورې د افغان زده کوونکو د ټپي کېدو مسئله يې له ولايتي ادارې سره شريکه کړې، خو په خبره يې تراوسه يې لا لامل نه دى څرګند.

مومند وايي، د پېښې ټپيان يې د ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي او په وينايې ډاکټرانو يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودلى.

په ورته وخت کې د بهرنيو ځواکونوپه ډزو د ننګرهار مېشتو زده کوونکو د ټپي کولو پېښه د ولسي جرګي لومړي مرستيال او د ننګرهار د خلکو استازي حاجي عبدالظاهر قدير په کلکو ټکو وغندله او ويې ويل، چې د پېښې جدي پلټنه به وکړي.

بلخوا بيا په ختيځ کې مېشت بهرني ځواکونه دا نه مني، چې ګنې ځواکونو يې پر ښوونځي د هوا له لارې بريد کړى.

د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو له لورې پر زده کوونکو دا بريد په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د امنيتي مسوليتونو د لېږد په دويم پړاو کې د څلور نورو ولسواليو ترڅنګ د دې ولسوالۍ امنيتي مسوليت افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

 

نظر ها (0)

نوشتن نظر