|
کابل سبا لمر
قندهار سبا لمر
هرات سبا لمر
مزارشريف سبا لمر
غزني سبا د ورښت امكان
جلال آباد سبا ځاى ځاى ورېځ
باميان سبا لمر
زرنج سبا لمر
ميمنه سبا لمر
غوره پروګرامونه
تازه خبر:
- د ننګرهار د تودو سيمو ښوونځيو كلنۍ ازموينه پيل شوه
- ولسي جرګې د زندانونو او توقيف ځايونو د قانون په دوو مادو كې تعديل تصويب كړ
- د غويي د اتمې په مناسبت ٢٨ بنديان خوشي شول
- يمن كې چاودنې ۳۹۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
- خوست كې د دوقومونو ترمنځ د جګړې له كبله دوه تنه ووژل شول
- د نړيوال اټومي اژانس مشر نن سهار تهران ته ورسېد
د كليد ګروپ
ناټو لخوا د قرانكريم سوځولو په اړه د ولسي جرګې غبرګون
لیکونکی ابو بكر جبارخېلچهارشنبه 03 کب 1390 ساعت 15:05
د ولسي جرګې د چارشنبې عمومي غونډه د يو شمېر وزيرانو د استجواب پرځاى امريكايي ضد شعارونو په وركولو سره پيل شوه.
د ولسي جرګې ټول غړي هغه مهال لا پسې په قهر او امريكايي ضد شعارونو په وركولو يې پيل وكړ، چې په دې جرګه كې د پروان د خلكو استازو د هغو ۶۰۰ قران شريفونو يو شمېر سوځېدلې نسخې تالار ته راوړې، چې د سې شنبې په ورځ د دې ولايت په باګرام هوايي ډګر كې مېشتو بهرنيو ځواكونو سوځولي وو.
د ولسي جرګې غړو ويل، چې امريكايان د سولې او همكارۍ په نامه افغانستان ته نه بلكې د اسلامي مقدساتو د سپكاوي او د خلكو د وژنې په خاطر راغلي، نو له همدې امله، افغانان په خپله خپل هېواد ساتلى شي او دوى دې نور له افغانستانه ووځي، كنه نو دوى يې په اړه جهاد پيلوي او يو شمېر وكيلانو د اعتراض په توګه د پارلمان د بندولو غوښتنه هم كوله.
دغه راز وكيلانو له افغان دولته غوښتنه وكړه، چې له امريكا سره دې د اوږدې مودې لپاره د ستراتيژيك تړون لاسليك كول وځنډوي.
په همدې حال كې د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي وايي، چې جمهور رئيس كرزي ورسره اړيكه نيولې، چې د پنجشنبې په ورځ په دې اړه د ملي شورا له غړو سره غونډه كوي.
د غونډې په پاى كې د ولسي جرګې غړي عبدالقيوم سجادي د جرګې لخوا يو څلور ماديز پرېكړه ليك صادر كړ، چې په راتلونكي كې د داشان پېښو د مخنيوي لپاره د ډاډ او تضمين ترڅنګ عاملينو د محاكمې او د جدي څيړنو غوښتنه شوې وه.
بلخوا د ولسي جرګې يو شمېر نور غړي بيا د قرانكريم د نسخو سوځول د امريكا لخوا يو تبليغاتي كمپاين بولي، چې په دې حساس وخت كې يې په لار اچولى دى.
د ولسي جرګې غړى محمد اقبال كوهستاني وايي، چې په افغانستان كې د سيمې د استخباراتو د شتون او فعاليتونو ترڅنګ دې له دې پېښې سره په احتياط اقدام وكړي.
د يادولو وړ ده، چې د پروان ولايت د باګرام په هوايي اډه كې مېشتو بهرنيو ځواكونو د سې شنبې په ورځ د قرانكريم د سلګونو نسخو د سوځولو له امله زرګونونو مېشتو خلكو درنه مظاهره وكړه، چې دغه مظاهرې د چارشنبې په ورځ كابل ته هم راورسېدې.
دا په داسې حال كې ده، چې افغان دولت په ياد ولايت كې د قرانكريم د نسخو د سوځولو د غندلو ترڅنګ د جدي څېړنو غوښتنه كړې، چې په همدې حال كې په افغانستان كې د ميشتو بهرنيو ځواكونو عمومي قومندان جنرال جان الن په ګډون يو شمېر نورو امريكايي لوړپوړو چارواكو د دې پېښې له امله له افغانانو بښنه غوښتې او په دې اړه يې د جدي څيړنو څخه خبر وركړ.





