Get Adobe Flash player

د تازه مطالبو ترلاسه كول

کابل سبا لمر

26˚C
10˚C

قندهار سبا لمر

32˚C
19˚C

هرات سبا لمر

29˚C
14˚C

مزارشريف سبا لمر

30˚C
18˚C

غزني سبا د ورښت امكان

18˚C
11˚C

جلال آباد سبا ځاى ځاى ورېځ

28˚C
17˚C

باميان سبا لمر

11˚C
2˚C

زرنج سبا لمر

35˚C
25˚C

ميمنه سبا لمر

25˚C
16˚C
ټول ښارونه او اړوند جزيات

غوره پروګرامونه

آگهی
آگهی
آگهی
آگهی

د كليد ګروپ

شمال ختیځ کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالى وغندل شو

لیکونکی همايون وحدت
پنجشنبه 13 سلواغه 1390 ساعت 11:40

شمال ختیځ کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالى وغندل شو

د کندوز ولایت د بشری حقونو خپلواک کمېسیون او د ښځو چارو ریاست د يوې غونډې په ترڅ كې په خان آباد ولسوالۍ کې د تېرې انۍ پېښه، چې پكې يوه خاوند خپله ښځه د لور د زېږولو په جرم ووژله په كلكو ټكو وغندله.

د کندوز د ښځو چارو ریاست د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي په اړه اندېښنه څرګنده او زیاته كړه، چې كه چېرې دولت دا حالت مهار نکړی، نو د دې امکان لرې نه دی، چې دغه حالت نورهم ورځ تربلې خراب شي.

د بشری حقونو خپلواک کمېسیون رئیس حیات الله امیري وایي، چې دوی په روان کال کې د ښځو د تاوتریخوالي په اړه ۲۴ مورده ثبت کړی، خو وروستۍ پېښه ترټولو بوږنونکې وه.

د بشری حقونو فعالان وایي، چې د یادې قضیې په اړه یې د تاوتریخوالي منع ترسرلیک لاندې کمېسیون ټاکلى، چې په کې د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، د حج او اوقافو ریاست او د ښځو چارو ریاست ګډون لري - دوی به د یادې قضیې په اړه هر اړخیزه پلټنه کوي.

دغه راز د کندوز پولیسو ویاند سیدسرور حسینې وویل، چې دوی د وژل شوې مېرمنې اصلي قاتل د نیولو لپاره جدي هلې ځلې پيل کړي.

بلخوا د کندوز امنیتي چارواکو د وژل شوې مېرمنې د خواښيې د نیولو خبر ورکوي، خو اصلي عامل، چې د ښځې خاوند دی له سیمې څخه په تېښته بریالې شوی دى.

پوليسو د هغه د نيولو په موخه پلټنه پيل كړې، خو لا يې په نيولو نه دي توانېدلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو د حقونو مدافع بنسټونو په دې وروستیو کې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو خبر ورکړی، خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا د هېواد په شمال کې د ښځو د تاوتریخوالې پېښو زو اخیستى.

 

نظر ها (0)

نوشتن نظر