Get Adobe Flash player

د تازه مطالبو ترلاسه كول

کابل سبا لمر

26˚C
10˚C

قندهار سبا لمر

32˚C
19˚C

هرات سبا لمر

29˚C
14˚C

مزارشريف سبا لمر

30˚C
18˚C

غزني سبا د ورښت امكان

18˚C
11˚C

جلال آباد سبا ځاى ځاى ورېځ

28˚C
17˚C

باميان سبا لمر

11˚C
2˚C

زرنج سبا لمر

35˚C
25˚C

ميمنه سبا لمر

25˚C
16˚C
ټول ښارونه او اړوند جزيات

غوره پروګرامونه

آگهی
آگهی
آگهی
آگهی

د كليد ګروپ

د انجوګانو تړل بیکارۍ ته لار پرانيزي

لیکونکی كليد
شنبه 08 سلواغه 1390 ساعت 10:34

د انجوګانو تړل بیکارۍ ته لار پرانيزي

اقتصاد وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې شاوخوا۸۰۰ انجوګانې يې د پنځو کلونو په ترڅ کې د ناوخته راپور ورکولو او ځينو سرغړونو له کبله تړلي دي چې څه دپاسه ۶۰۰ يې کورنۍ او تر ۱۵۰ پورته يې بهرنۍ انجوګانې دي.

که څه هم يو شمېر خلک چې د بیارغونې په چارو کې د ځينو انجوګانو له فعالیت څخه ناراضه دي، غواړي چې دولت پرې ډېر څار او نظارت ولري او د اقتصاد وزارت دغه ګام ستايي، خو دا اندېښنه هم څرګندېږي چې کېدای شي يو زیات شمېر افغانان چې په دغو انجوګانو کې په دنده بوخت دي، د بیکارۍ له جدي ستونزې سره مخ شي.

په تېرو لسو کلونو کې کابو ۲۸۱۶ کورنۍ او بهرنۍ انجوګانې د افغان دولت له خوا لغوه شوي دي. افغان چارواکي او اکبر موسسه چې د انجوګانو د فعالیتونو د تنظیمولو چارې په غاړه لري؛ د اقتصاد وزارت له خوا د دغو انجوګانو تړل قانوني ګام بولي او وايي، دا هغه موسسې دي چې نوې ثبت شوې دي، پخوانۍ کاري تجربې نه لري.

د دوی په وینا، دا انجوګانې که بهرنۍ دي یا کورنۍ ځان ته يې بودجه نه ده پیدا کړې او فعالیت یې هم نه دی کړی، د اکبر موسسې سلاکار محمدهاشم مایار وايي چې دغه موسسې په خپل هدف نه پوهېږي، دوی فکر کوي چې موسسه به جوړه کړو او له بهرنیو مرسته کوونکو ادارو څخه به پیسې واخلو او بیا به وروسته فعالیت کوو. مایار د دغه انجوګانو تړل د خلکو پر ژوند بې اغېزې بولي او وايي، دغو ادارو بې له هدفه په کار پیل کړی و او پر خلکو اغېز نه لري. خو د اقتصاد وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې اوس اوبه له ورخه تېرې ښکاري. د اقتصاد وزیر ښاغلی ارغنديوال وايي، ترسره شوې څېړنې ښيي چې ځينې انجوګانې د خپلې بودجې ۶۰ په سلو کې په اداري چارو لګوي او دا هغه څه دي چې د انجوګانو پر نه ژمنتيا دلالت کوي.

خو د خلکو په نظر کوم انتقادونه چې اقتصاد وزارت پر انجوګانو لري، کېدای شي د خپل نظارت د ډېرولو له لارې هغه حل کړي او خپله ټوله توجه دې د هغوی په ړنګولو نه متمرکزه کوي.

ډېرى خلك په افغانستان كې د كورنيو او بهرنيو انجوګانو له هغو كارونو څخه چې په ولايتونو او مركز كې يې كړي خوښ او ناخوښه دواړه دي.

د چارو کارپوه لطف الله عمران همدې ټکي ته اشاره کوي او وايي چې د دغو ادارو د كارونو كيفيت ټيټ دى، بشپړې شوې پروژې يې تر وخت مخكې خرابې شوې او هسې يې پر خلکو د احسان کولو هڅې کړې دي: ((خو نورې انجوګانې هم شته دی چې خلکو ته یې په خورا سختو شرایطو کې کار کړی او زه د دې پلوی یم چې د سره او ناسره ترمنځ توپیر وشي او ښايي د اقتصاد وزارت دا اقدام د همدې لپاره وي.))

که ماضي ته وګرځو د ۲۰۰۱ ميلادي كال په وروستيو كې په افغانستان كې د طالبانو د واكمنۍ تر پای ته رسېدو وروسته سلګونه انجوګانو فعالیت پیل کړ چې د روغتيا، بيارغونې، پوهنې، كرنې او نورو ټولنيزو پروژو چې د نړيوالې ټولنې له خوا په افغانستان كې پلې كېږي، ونډه واخلي. خو دا چې د ځینو فعالیتونه اساسي او ګټور نه وو خلک ترې ښه زړه نه لري.

د يو شمېر خلکو په وينا، ځينې انجوګانې ښه فعالیتونه ترسره کړي او د دوی رضایت يې خپل کړی، خو يو شمېر نور يې بیا د پروپوزلونو په وړاندې کولو سره د افغانستان د بیارغونې لپاره د نړيوالو مرسته شویو پيسو زیاته برخه ترلاسه کړې او په ځينو ولایتونو کې يې ځينې پروژې هم پلې کړې دي، مګر ډېر ژر دا څرګنده شوې چې ډېری دغه انجوګانې په اداري فساد ککړې دي او د مرسته شویو پيسو زیاته برخه يې د خپلو شخصي ګټو لپاره له هېواد څخه بهر انتقال کړي دي. د خلکو په نظر که دغه وضعیت دوام ومومي په هېواد کې د بیارغونې پروسه به ټکنۍ او اداري فساد به لا نوره پراختيا ومومي.

په داسې حال کې چې د ځينو انجوګانو له فعالیتونو څخه سر ټکول کېږي، خو ورسره دا به هم ووایو چې تړل او منحلول يې نه يوازې دا چې کومه ګټه نه رسوي، بلکې د بېکارۍ کچه هم پراخوي چې په دې سره افغانستان له نويو ستونزو او امنيتي ننګونو سره مخ کېدلی شي.

ځوان شنونکی ناور کوچی همدا اندېښنه لري وايي، کېدای شي هغه خلک چې په دې ډول خپلې دندې له لاسه ورکوي داسې چارو ته مخه کړي چې امنيتي ستونزې ورسره پیدا شي.

نوموړی وړانديز کوي چې يوازې د انجوګانو په تړلو دې اکتفا ونه شي، بلکې دولت باید هڅه وکړي چې د نظارت له لارې د دغو انجوګانو کاري وړتياوو ته پراختيا کړي.

د كوچي د وينا له مخې، دا سمه ده چې ځينې انجوګانې به خپلې چارې لکه څنګه چې ایجاب کوي نه ترسره کوي او ځينې به يې يوازې د پيسو ټولولو لپاره رامنځته شوې وي، خو د ده په خبره، په کار ده چې له دې لارې په افغانستان کې د بیکارۍ د کچې د کنټرول په هدف د دغو انجوګانو د تړلو پر ځای پر هغوی غټې جريمې کېښودل شي.

 

نظر ها (0)

نوشتن نظر