|
کابل سبا لمر
قندهار سبا لمر
هرات سبا لمر
مزارشريف سبا لمر
غزني سبا د ورښت امكان
جلال آباد سبا ځاى ځاى ورېځ
باميان سبا لمر
زرنج سبا لمر
ميمنه سبا لمر
غوره پروګرامونه
تازه خبر:
- د ننګرهار د تودو سيمو ښوونځيو كلنۍ ازموينه پيل شوه
- ولسي جرګې د زندانونو او توقيف ځايونو د قانون په دوو مادو كې تعديل تصويب كړ
- د غويي د اتمې په مناسبت ٢٨ بنديان خوشي شول
- يمن كې چاودنې ۳۹۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
- خوست كې د دوقومونو ترمنځ د جګړې له كبله دوه تنه ووژل شول
- د نړيوال اټومي اژانس مشر نن سهار تهران ته ورسېد
د كليد ګروپ
عاملینو ته دې جزا ورکړل شي
لیکونکی د مرسل مجلې ۴۴۹ مه ګڼهيكشنبه 09 سلواغه 1390 ساعت 10:02
افغان ښځې او نجونې په کورنیو او ټولنه کې تل له ډول ډول تاوتریخوالي سره لاس او ګریوان دي. د هیواد په ځينو برخو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او جنسي تیريو د پیښو مجرمين له زورواکو، قوماندانانو، ناقانونه وسلوالو او جنايت کاره ډلو سره تړاو لري او هغوى تر هیڅ عدلي، قضايي اوامنیتي تعقيب لاندې نه نيول کېږي او بلخوا دپیښې قربانيان، د بدنامۍ او شرم په خاطر هم نه غواړي چې غږ اوچت کړي.
د مرغومي په ۲۳ مه د افغانستان د ښځو د شبکې اتیا تنو غړو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې په دې باندې ټینګار وکړ چې د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي عاملین دې مجازات شي.
په دغه کتنه کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار پوهاند نعمت الله شهراني او لوی څارنوال محمد اسحق الکو هم ګډون کړی و.
ددې غونډې پر مهال د علماوو شورا خپله پریکړه ولوستله چې پکې ویل شوي، د دیني لارښوونو په اساس، ښځې د لوړ مقام خاوندانې دي او د انساني مقام له نظره د خدای په دربار کې د ښځې او نر ترمنځ هېڅ توپیر وجود نه لري.
په پریکړه لیک کې زیاته شوې چې، اسلام له بل هر دین څخه ډېر د ښځو د حقونو د مراعاتولو توصیه کړې ده او هر بد چلند چې د جهل او له دیني زده کړو سره د نا اشنایۍ له مخې د ښځو په وړاندې تر سره کیږي، د اسلام او قران له نظره محکوم دی.
د عالمانو شورا د ښځو او نجونو په وړاندې هر ډول بد چلند، د هغوی له ډلې هغه بد چلند چې له سحرګلې او نورو سره شوی دی، په شدت غندي او له عدلي او قضایي ارګانونو څخه غوښتنه کوي چې په جديت او قاطعیت سره د مظلومانو پر حقونو باندې له تجاوز کوونکو سره جدي چلند وکړي او د خپلو اعمالو په سزا یې ورسوي. حامد کرزي د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا د پرېکړه لیک له اورېدو وروسته دا پرېکړه لیک ډېر جامع، پیاوړی او د افغانستان د حقایقو او واقعیتونو پر اساس لیکل شوی وباله.
همدا شان جمهور رییس د ښځو د حقونو او له دوی سره د بد چلند او تاوتریخوالي په اړه وویل: ((د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی او په هغوی باندې ظلم د اسلام او بشریت سره دښمني ده، زموږ دیني او انساني وظیفه ده چې په وړاندې یې ودرېږو او ټولنه په دې پوه کړو چې نور د خپلو خویندو په وړاندې له ظلم او تاوتریخوالي څخه کار وانخلي.))
حامد کرزي د هېواد پرعالمانوغږ وکړ چې پر مظلومو او معصومو خویندو باندې د ظلم او تاریخوالي د مخنیوي لپاره په جوماتونو، تکایاوو او مجلسونو کې خلکو ته ددیني احکامو په رڼا کې وعظونه او نصیحتونه وکړي او دوی ته د نارواوو په اړه معلومات ورکړي. جمهور رییس دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې په څو څو ځله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او جنسي تیري عاملین پرته له کومې جزا د عدلي او امنیتي ارګانونو لخوا آزاد کړی شوي دي.
په تیره بیا د هیواد په شما لي ولايتونو کې، چې پر ښځو د جنسي تیريو پیښې د بشري حقونو دفتر د کارکوونکو لخوا څیړل شوې، مجرمينو يې په مستقيم ډول له زورواکو کسانو سره تړاو درلود، چې محاکمه شوي نه دي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسيون د مشرې په وینا، که څه هم اوس مهال نړيواله ټولنه په افغانستان کې قوي شتون لري، خو بيا هم د ښځو پرضد تاوتريخوالي زور موندلى، د دې مخنيوى په خپله افغانان ښه کولاى شي او د دې لپاره بايد د ولس دپوهې کچه لوړه شي.
له بده مرغه پر ښځو اونجونو د تاوتریخوالي په زرهاوو پیښې له تیرو څه باندې دریو لسیزو را پدیخوا، له کومه وخته چې په هیواد کې د جګړې ناورین روان دی ثبت شوې او د ډیری دغو پیښو عاملینو ته لازمه سزا نه ده ورکړل شوې.
یادې پیښې ښيي،چې لا هم ټوپک سالاري او زورواکي وجود لري او زورواکي کسان له خپلو صلاحیتونو څخه په ګټې اخستو سره هر ډول ظلم اوتیری په بې وزلو او بې دفاع خلکو تر سره کولای شي، خو هیڅکله هم دولتي لوړ پوړو چارواکو دغو کسانو ته د جزا ورکولو په برخه کې پریکنده عمل نه دی تر سره کړی، له همدې کبله ده چې دې ته ورته پیښې تکراریږي ، دا ځکه چې قانون نه عملي کیږي.
هر کله چې په یوه ټولنه کې قانون د عمل جامه واغوندي او په ټولنه کې په ټولو یو شان د تطبیق وړ وګرځي ، د ټولنې وګړي هم، له قانون څخه د ویرې په خاطر خلاف او غیر قانوني عمل نه تر سره کوي. دا چې زموږ په ټولنه کې د قانون عمل ولې دومره ضعیفه دی، دا په خپله د یوه مستحکم حکومت د نه شتون استازیتوب کوي.





