|
کابل سبا لمر
قندهار سبا لمر
هرات سبا لمر
مزارشريف سبا لمر
غزني سبا د ورښت امكان
جلال آباد سبا ځاى ځاى ورېځ
باميان سبا لمر
زرنج سبا لمر
ميمنه سبا لمر
غوره پروګرامونه
تازه خبر:
- د ننګرهار د تودو سيمو ښوونځيو كلنۍ ازموينه پيل شوه
- ولسي جرګې د زندانونو او توقيف ځايونو د قانون په دوو مادو كې تعديل تصويب كړ
- د غويي د اتمې په مناسبت ٢٨ بنديان خوشي شول
- يمن كې چاودنې ۳۹۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
- خوست كې د دوقومونو ترمنځ د جګړې له كبله دوه تنه ووژل شول
- د نړيوال اټومي اژانس مشر نن سهار تهران ته ورسېد
د كليد ګروپ
په تاوان کې سوله
لیکونکی فضل هادي حميديشنبه 01 سلواغه 1390 ساعت 10:33
په داسې حال کې چې ډېری خلک په دوحه کې له طالبانو سره د امریکې د سولې خبرو اترو هیله من کړي او په قطر کې د طالبانو د نمایندګۍ رامنځته کېدل په دې برخه کې یو مهم پرمختګ ګڼي، خو د سولې عالي شورا او حکومت سخت اندېښمن دي چې د افغان دولت اړخ په کې خورا کمزوری دی.
د دغې شورا په عقیده، هر هغه سوله او خبرې اترې چې افغانان په کې له یاده ویستل شوي او رهبري یې د بهرنیانو په لاس کې، د هېواد کشاله نه شي حل کولای او ښايي ستونزې لا نورې هم ډېرې کړي.
د سولې د عالي شورا منشي امين الدين مظفري وايي چې په قطر كې د سولې روانې خبرې اترې په دوى پورې هېڅ اړه نه لري او دوی ګوښه شوي دي: ((موږ د هغې سولې ملاتړ کوو او هغه سوله غواړو چې رهبري یې د افغانانو په لاس کې وي او اغېزناک اړخ په کې افغانان وي.))
د سولې د عالي شورا د غړو په باور د سولې پروسه افغاني ده او دا د افغانانو صلاحیت دی چې مشري یې دوی پرغاړه ولري، نه امریکايي اړخ. له دغو اندېښنو اوس داسې انګېرل کېږي چې لا هم د سولې د خبرو اترو د پر مخ بیولو لپاره د ښکېلو لورو او غاړو( امریکا، افغان حکومت او طالبانو) تر منځ د اعتماد فضا نه ده رامنځته شوې او ښايي دا اعتماد جوړونه ډېر وخت واخلي.
د بهرنيو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی که څه هم وايي چې دوی د سولې د خبرو اترو په لومړیو پړاوونو کې دي او په خبره یې افغان حکومت او وسله وال طالبان هڅه کوي چې د مخامخ خبرو له پاره دغسې فضا رامنځته کړي، خو یقیني دا ده چې د سولې د خبرو اترو د مشرۍ په اړه لا هم ابهام موجو دی او لاهم ناڅرګنده ده چې افغان حکومت به په کې شریک کړای شي او که نه؟ خو موسی زی وايي:(( د افغانستان اسلامي جمهوریت د یو ادرس د جوړولو لپاره چې خبرې اترې په عملي او مستقیمه توګه له طالبانو او نورو ډلو سره ترسره شي موافقه کړې، خو له لومړۍ ورځې حکومت ټینګار کوي چې د سولې د پروسې مشري او مالکیت دې د افغانانو وي.))
د نوموړي په عقیده دا ځکه مهمه ده چې د افغانستان خلک پر دغه بهیر ډاډه کېدلی شي او دا نتیجه مومي چې خپلې ارماني سولې ته رسېدلی شي، خو له هغه پرته به هڅې زیاتې محسوسې نه وي.
مګر د چارو شنونکي پر دې عقیده دي چې حکومت باید په څو راتلونکو اوونیو کې خپل اهداف په ډاګه کړي، ځکه له هغه پرته به تر پایه له دغه بهیر څخه لرې پاتې وي او سوله به یوازې او یوازې د امریکا او طالبانو د خبرو او ناستو په نتیجه کې، که څه هم اوږده پروسه ده، رامنځته شي.
د سیاسي چارو شنونکی فضل الرحمن اوریا پرهمدې عقیده دی او وايي چې دولت په اوسنیو شرایطو کې د سولې د خبرو اترو لپاره له طالبانو سره هېڅ ډول کاري اجنډا او مدیریت نه لري.
د نوموړي په وینا د سولې تش په نامه عالي شورا هم یوه دولتي کمېټه ده او دنده یې د هغو کسانو یوځای کول دي چې د حکومت مخالفان دي، خو د ملیونونو ډالرو له مصرف سره سره يې د کار نتیجه نه ده معلومه: (( کله چې دولت په داسې یو موقعیت کې دی، نو په زوره خو دا دولت څوک نه شي کش کولی چې راشه په خبرو اترو کې برخه واخله، اوس هم په دې درې اوونیو کې دا دولت چانس لري چې ځانته یو میکانیزم جوړ او لږ تر لږ په سمبولیک ډول د سولې د خبرو اترو په څنډه کې واوسي.))
دا نظرونه او اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې یو شمېر نور څارونکي بیا د سولې په اوسنۍ پروسه کې چې امریکې پیل کړې د افغان دولت شرېکېدل د افغانستان په تاوان ګڼي او استددلال کوي چې حتی دا پروسه له ناکامۍ سره هم مخامخ کولای شي.
سیاسي څارونکی او پخوانی پوځي منصبدار جمشید ملکزاده همدا باور څرګندوي او وايي سره له دې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دغې لړۍ جاري ساتل به افغاني مالکیت کمزوری وښيي، خو دا وېره هم متصوره ده هسې نه چې په دغه پروسه کې د حکومت ورګډېدل، هرڅه سره ونه پاشي: (( دا د ډېرو وګړو وېره ده، خو زه فکر کوم چې دوی( حکومت او عالي شورا) په کې نه شریکېږي او یابه څارونکي وي او طالبان هم نه غواړي چې له حکومت سره مستقیمې خبرې وکړي، هغوی امریکا د قضیې اړخ بولي او هغوی ته خپل شرایط وړاندې کوي، په هرحال ځینې وخت په تاوان هم سوله ښه وي))





