|
کابل سبا لمر
قندهار سبا لمر
هرات سبا لمر
مزارشريف سبا نامعلوم
غزني سبا ځاى ځاى ورېځ
جلال آباد سبا لمر
باميان سبا لمر
زرنج سبا لمر
ميمنه سبا لمر
غوره پروګرامونه
تازه خبر:
- د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته
- سبا په مصر كې د جمهوري رياست ټاكنې ترسره كېږي
- هارپر افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار وکړ
- افغانستان کې د امریکا سفیر له خپلې دندې استعفا کوي
- د افغان ځوانانو كركټ اكاډمۍ يوې پاكستانۍ لوبډلې ته ماتې وركړه
- هند كې د اورګاډو ټكر له كبله ۱۵ تنه ووژل شول
د كليد ګروپ
كليد اوونيزه
پنجشنبه 02 غويی 1389 ساعت 10:06
د كليد په زړه پورې اوونيزه هره اوونۍ په لوړ تیراژ چاپ او د افغانستان خلکو ته وړندې کیږي
د كليد اوونيزې لومړۍ ګڼه په ۲۰۰۲ كال د چاپ په ګاڼه سمبال شوه. دا اوونیزه په هغه وخت كې په كابل كې درې زره ګڼې چاپيده مګر اوس په اوونۍ كې پنځه ویشت زره ګڼې چاپيږي او هره اوونۍ د هېواد په ۳۴ ولايتونو كې ویشل كيږي. .jpg)
نو بناً کلید یوازینۍ چاپي رسنۍ ده چې هره اوونۍ په ټول افغانستان کې د خلکو لاسونو ته رسیږي.
كليد اوونېزه چې په پيل كې د خبرتیاوو او زده كړې يوه ساده اوونيزه وه، اوس د افغانستان د خلکو لپاره د اطلاع رسونې په یوې بې طرفې او مخکښې اوونیزې بدله شوې.
د كليد اوونيزې د ليكوونكي پلاوي سياست د كليد ګروپ له سياست څخه پردې اصل ولاړ دى:
دا چې افغانان په خپله د خپل هېواد مالكان واوسي، خلک حق لري چې معلومات ولري او د هغوی غوښتنو ته ځواب وویل شي. دا كار د يوې ښې حكومتدارۍ، حساب وركونې او روڼتيا لپاره اساس دی. د دغه مفهوم د تحقق موندنې په هدف، موږ د کلید ګروپ له ځانګړې تګلارې، چې په باکیفیته، خلاقې، مستندې او په موقع او سمې ګزارش لیکنې متمرکزه دی، کار اخلو.
په دغه اوونيزه كې پر خبرونو سربيره په دري، پښتو او انګليسي ژبو مختلف تحليلي مطالب او د مختلفو پيښو شننه شامله ده.
د هرې ګڼې بيه 15 افغانۍ ده تر څو ټول لوستونكي وكولاى شي هغه ترلاسه كړي.
له همدې امله د كليد اوونيزې زياتره لګښتونه دDHSA (په افغانستان كې د بشري او پراختيايي خدمتونو موسسه) او د كليد ګروپ له خوا وركول كيږي.
كليد اوونيزه د افغانستان په ۳۴ ولايتونو كې ۲۰ فعاله راپورټران لري او د دغې څانګې راپور لیکونکي د كليد ګروپ له راډيويي برخې سره په همغږې كاركوي، نو د دغې طریقې په کارولو سره هڅه کیږي، چې رپوټونه له دوو لارو خلکو ته ورسول شي..jpg)
کلید اوونیزه او د هغې کارکوونکي د ظرفیت جوړونې او د سرچینو او وخت پاییدونکې ودې ته متعهده دي.
هېواد وال كولاى شي كليد اوونيزه له بازاره ترلاسه كړي. د دې ترڅنګ كولاى شي د كليد اوونيزې د اوونۍ كارتون او نور مهم مطالب د كليد ګروپ له ويب پاڼې هم تر لاسه كړئ!




كليد اوونيزه
