Get Adobe Flash player

د تازه مطالبو ترلاسه كول

غوره پروګرامونه

آگهی
آگهی
آگهی
آگهی

د كليد ګروپ

د ننګرهار کانال حکومت ته سترګې اړوي

لیکونکی كليد
يكشنبه 09 سلواغه 1390 ساعت 09:22

د ننګرهار کانال حکومت ته سترګې اړوي

د ننګرهار ولايت ډېرى استوګن  وايي چې د ننګرهار د کانال  رغولو ته دې په اساسې ډول جدي پاملرنه وشي  او هغه فارمونه چې  ويجاړ شوي او له منځته تللې، بايد له سره ورغول شي.

دوى غوښتنه کوي چې د ننګرهار د کانال پروژې ته دې افغان دولت او په ځانګړي ډول ولايتي اداره خپل پوره پام ور وګرځوي.

د ياد ولايت اوسېدونکى محمد فهيم نادر د دغه كانال په اړه خپل نظر داسې څرګندوي:((که چېرته په کانال کار وشي، نو له يوې خوا به د ننګرهارکانال اباد شي او له بلې خوا به هغو کسانو ته د کار زمينه برابره شي  چې پخوا يې په دې فارمونو کې کار کاوه، خو  اوس مهال وزګار ګرځي.))

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل: (( د کانال په بيارغولو به  د ننګرهار اقتصاد په پښو ودرېږي او ډېرو بې روزګارو ته به کار هم پیدا شي او کرنه به وده وکړي.))

د دغه ولايت يو بل استوګن غالب هم ورته نظرلري او وايي: ((د ننګرهار کانال جدي بیارغونې ته اړتیا لري، په دې پورې د خلکو ژوند تړلی دی.))

غالب زياتوي: (( ننګرهار په همدې کانال اباد اوهميشه بهار و، خو كه دا په معياري توګه جوړ نه شي، نو زموږ اقتصادي ستونزې به هم حل نه شي.))

د ننګرهار اوسېدونكي دا غوښتنې پر داسي مهال راپورته كوي چې د ننګرهار د کانال رياست  نوې رئيس تازه په كار پيل كړى دى.

د كانال نوى رئيس انجنير زيارت ګل راحل وايي چې د ده ټاكل كېدل د دې لپاره دي چې  د كانال په برخه كې معياري او د بيارغونې كارونه وكړي.

راحل زياتوي: (( څو ورځې کېږي چې زه  د کانال د رئيس په توګه معرفي شوى يم، خو زه  له رغوونکو پلانونو سره دې رياست ته راغلې  يم او د خلکو ټولو غوښتنو ته به  چې له موږ  يې لرې تر ډېره بريده مثبت ځواب ورکړو.))

د راحل په وينا،  دوى دوه ډوله بودجه لري: (( يوعادي بودجه ده چې د کرنې وزارت لخوا د کانال رياست ته ورکول کېږي او بله انکشافي چې څه د وزارت لخوا کانال ته ورکول کېږي او څه د نورو مرسته کوونکو ادارو لخوا چې اوس مهال د اسيايي پراختيايي بانک لخوا د کانال د بيارغونې په هدف ٢٥مليونه امريکايي  ډالره ورکړل شوي دي.))

نوموړی زياتوي: (( د ايټالين کوپريشن لخوا له ننګرهار کانال سره د دوه مليونه يورو ژمنه  شوې، خو تراوسه مو دا مرسته نه ده ترلاسه کړې.))

رئيس راحل وايي چې په دې پيسو به په صادقانه ډول د ننګرهار کانال ډېره برخه ورغوي او دا پيسې به په څلورو کلونو کې په مصرف ورسول شي.

راحل په ورته وخت کې دا  هم وايي چې دوى د اوبو کمښت د کانال له سترو ستونزو څخه ګڼي.

نوموړي زياتوي: (( موږ د هډې په فارم کې د کانال اړوند  څلور زره هکتاره ځمکه لرو، خو د برېښنا د نشتوالي  له كبله  ورته  اوبه  نشو برابرولى چې سږکال شاړې پاتې  شوي، خو په راتلونکې کال کې به ورته د اوبو زمينه هم برابره کړو او هغه فارمونه به له سره ورغوو چې له منځه تللي دي.))

د ننګرهار د كانال د رئيس په خبره، په څو راتلونکو کلونو کې به د کانال پر ځمکه د زيتونو، نارنجو، مالټواو ليمو باغونه چې په ننګرهار كې ښه حاصل ورکوي، جوړ کړي.

خو ده د سيمې پر اوسېدونكو هم غږ وكړ چې د كانال په بيا رغونه كې ورسره مرسته وكړي: (( اوس مهال  د امنيتي ستونزو  له كبله نشو کولى چې  د کانال سمه څارنه وکړو، په دې كې د ولسي خلكو مرسته حتمي ده.))

ياده دي وي چې د ننګرهارد کانال پروژه د دې ولايت  له سترو اقتصادي سرچينو ګڼل کېږي چې  اوس مهال  يې  اقتصادي عايدات  کمرنګه شوي دي.

کارپوهان په دې عقیده دي چې د تېرو درې لسیزو جګړو دا پروژه له ځوړ سره مخ کړې ده.

د کانال اړوند د کينو، مالټو، نارنجو او زيتونو ګڼ باغونه يا چورلټ شاړ شوي او يا د شاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د ننګرهار د کانال  اړونده ځمکه ټولټال ١١زره هکتاره ده چې اوسمهال يې د کانال رياست د مسؤلينوپه خبره ٤زره هکتاره شاړه پرته ده او له پاتې ٧زره هکتاره ځمکې يې حاصلات  اخستل کېږي.

 

نظر ها (0)

نوشتن نظر