کليد گروپ

TKG یک پروژه رسانه عامه از DHSA می باشد

د نويو مطالبو ترلاسه كول

کابل فردا لمر

-1˚C
-14˚C

قندهار فردا لمر

6˚C
-2˚C

هرات فردا لمر

3˚C
-8˚C

مزارشريف فردا ځاى ځاى ورېځ

3˚C
-6˚C

غزني فردا لمر

-7˚C
-21˚C

جلال آباد فردا لمر

8˚C
0˚C

باميان فردا لمر

-12˚C
-33˚C

زرنج فردا لمر

7˚C
-1˚C

ميمنه فردا ځاى ځاى ورېځ

-2˚C
-11˚C
د هوا حالات

غوره پروګرامونه

آگهی
آگهی
آگهی
آگهی

کليد گروپ

افغانستان ته د ډاكټر رشاد حسين راتګ

تهيه شده توسط ابوبكر جبارخېل
سه شنبه 09 وږی 1389 ساعت 10:46

افغانستان ته د ډاكټر رشاد حسين راتګ

اسلامي هېوادونو لپاره د امريكا د جمهور رئيس بارك اوباما ځانګړي استازي هندي الاصله مسلمان ډاكتر رشاد حسين تېره ورځ له مزارشريف څخه لېدنه و كړه.

 

رشادحسين په مزار كې له والي عطامحمدنور سره په امنيتي، اقتصادي، كلتوري او يو شمېر نورو موضوعاتو هر اړخېزې خبرې وكړې او له نوموړي سره يې د هر راز مرستو ژمنه وكړه.

رشاد حسين د دوشنبې په ورځ كابل كې خبريالانو ته د خپل پروني او ننني سفر د لاسته راوړنو او ليدنو په اړه معلومات وركړل.

نوموړي وويل، چې دى د امريكاد جمهور رئيس اوباما په لارښوونه افغانستان ته د دې لپاره راغلى چې، د اسلامي هېوادونو او د امريكايي مسلمانانو ترمنځ اړيكې لا پياوړې او د سيمې هېوادونو سره په خبرو كې د افغانستان د جګړې لپاره يوه مناسبه لاره ولټول شي، ترڅو روانه جګړه پاى ته ورسيږي.

د سياسي چاروه كارپوه او د ولسي جرګې غړى وحيدمژده وايي، د اسلامي هېوادونو لپاره رشاد حسين د امريكا د جمهور رئيس بارك اوباما ځانګړى استازى دى، خو دى زياتوي، چې په هېواد كې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د رشاد حسين راتګ يواځې، يو تبيلغاتي او د امريكايي چارواكو په گټه يو اقدام دى.

سياسي كارپوه جنرال طاقت بيا وايي، چې د امريكا د جمهور رئيس بارك اوباما ځانګړي استازي ډاكتر رشاد حسين راتګ افغانستان او سيمې ته خورا ډېر اهميت لري.

طاقت زياتوي، چې هغه ستونزې، چې د اسلامي هېوادونو او امريكايي مسلمانانو ترمنځ د امريكا د پخواني جمهور رئيس بوش په وخت كې پېداشوې وې هغه به په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي.

دده په خبره، دنوموړي استازي په راتګ بايد ټول افغانان خوښ و اوسي او په دې برخه ورسره مرسته او همكاري وكړي.

د يادولو وړ ده، چې د اسلامي هېوادونو لپاره د امريكا د جمهور رئيس بارك اوباما ځانګړى استازى ډاكتر رشاد حسين په ۱۹۷۸ ميلادي كې د امريكا په وايو منګه سيمه كې زيږيدلى دى او له هارورډ پوهنتونه يې په اسلامياتو او حقوقو كې دوكتورا اخيستې او د۲۰۱۰ ميلادي كال لپاره د امريكا د جمهور رئيس بارك اوباما لخواد۵۷ اسلامي هېوادونو د اسلامي كنفرانس لپاره هم نومول شوى دى.

رشاد حسين له دې دندې وړاندې د امريكاد جمهوري رياست اسلامي اوحقوقي سلاكار و او همدا راز يې د نوموړي هېواد په عدليې وزارت كې هم دنده ترسره كړې ده.

 

 

 

نظر ها (0)

نوشتن نظر

Security Imageکد آنتی اسپم نمایش داده شده در عکس را وارد کنید.