Get Adobe Flash player

د تازه مطالبو ترلاسه كول

کابل سبا لمر

28˚C
9˚C

قندهار سبا لمر

33˚C
18˚C

هرات سبا لمر

31˚C
17˚C

مزارشريف سبا نامعلوم

31˚C
19˚C

غزني سبا ځاى ځاى ورېځ

21˚C
11˚C

جلال آباد سبا لمر

29˚C
16˚C

باميان سبا لمر

13˚C
4˚C

زرنج سبا لمر

37˚C
26˚C

ميمنه سبا لمر

27˚C
17˚C
ټول ښارونه او اړوند جزيات

غوره پروګرامونه

آگهی
آگهی
آگهی
آگهی

د كليد ګروپ

د نويو كمېشنرانو د ټاكلو لوبه

لیکونکی نصرت الهام
سه شنبه 11 سلواغه 1390 ساعت 14:57

د یوې میاشتې په تېرېدو لا هم جمهور رئیس کرزی په دې نه دی توانېدلی چې د بشري حقونو د خپلواک کمسیون لپاره نوي کمیشنران پر دنده وګماري.

منتقدین په دې باور دي چې دې مسئلې د یاد کمسیون په چارو کې د قانوني خلا د رامنځته کېدو ځینې اندېښنې هم را پارولې دي.

د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر په ۱۶مه د بشري حقونو د خپلواک کمسیون د کمیشنرانو ۵ کلنه کاري دوره ختمه او لږ ترلږ د دغه کمسیون درې تنه غړي (نادر نادري، فهیم حکیم او مولوي غریب) له دندو ګوښه او پاتې نور له دې پرته چې د کار موده یې وغځول شي، خپلې دندې پرمخ بیايي.

نادر نادري د بشري حقونو د خپلواک کمسیون د کمیشنر او د دې کمسیون د ویاند په حیث کار کاوه او د انتقالي عدالت د پروژې د تطبیق په برخه کې خورا فعال برېښېده.

احمد فهیم حکیم، د کمسیون د مرستیال او کمیشنر په حیث دنده پر مخ بېوله او مولوي غلام محمد غریب هم د کمیشنرۍ دنده درلوده.

هماغه وخت د دې خبر په خپرېدو ځینو مدني ټولنو او د  بشري حقونو یو شمېر فعالانو وویل چې دغه کار د انتقالي عدالت اړوند د یو راپور د خپرېدو پر وړاندې د دولت غبرګون دی.

خو د جمهور رئیس حامد کرزي ویاند ایمل فیضي، د یو مطبوعاتي کنفرانس له لارې دغه ګنګوسې په کلکه رد کړې او ویې ویل چې دا ادلون او بدلون به د انتقالي عدالت د پروسې پر وړاندې هېڅ خنډ رامنځته نه کړي.

د  ۲۰۱۱ میلادي کال د ډسمبر په ۲۸مه ( ۱۳۹۰د مرغومي په اوومه نېټه) د مدني ټولنو دوو ډلو له جمهور رئیس کرزي سره ناسته درلوده چې د پاریس د اصولنامې له مخې د بشري حقونو د خپلواک کمسیون لپاره د نویو کمیشنرانو د ټاکلو په اړه مشوره ورسره وکړي.

د چارو کارپوه او د مدني ټولنې فعال غړي حبیب الله رفیع چې د مدني ټولنې د همغږۍ جرګې د غړي په حیث یې له جمهور رئیس سره په غونډه کې ګډون درلود وویل چې دوی له جمهور رئیس کرزي څخه د بشري حقونو په خپلواک کمسیون کې د ټولیزو اصلاحاتو غوښتنه کړې وه.

استاد رفیع د جمهور رئیس کرزي خبرې یوځل بیا داسې نقلوي: ((جمهور رئیس وعده وکړه چې زه حاضر یم، تاسو ماته یا په ګډه او یا هم بېل بېل وړ کسان را معرفي کړﺉ چې کار وکړای شي، زه به پرې غور وکړم او په ګډه به یې انتخاب کړو، د بشري حقونو د کمسیون ټول کمیشنران به بدل کړو او نوي کسان به وټاکو.)) خو د یوې میاشتې په تېرېدو نه د دغه کمسیون لپاره د لرې کړای شویو کمیشنرانو پر ځای څوک ټاکل شوي او نه هم  د پاتې کمیشنرانو په اړه چې ویل کېږي د دوی کاري موده هم ختمه شوې ده، اقدام شوی.

د حقوقي چارو كارپوهان وايي چې د تعریف شویو دندو موده د وخت په پوره کېدو له تمدید پرته، ختمه شوې ګڼل کېږي او دا تعریف د بشري حقونو د خپلواک کمسیون په رابطه هم صدق کوي.

د دغو پوهانو په عقیده، په داسې یو حالت کې د افرادو فعالیت، د موجوده ادارې له امکاناتو استفاده او هر ډول رسمي لاسلیک ناقانونه هم برېښي.

د حقوقي چارو کارپوه او سلاکار عبدالستار سعادت همدا خبره کوي او وايي چې دمګړۍ د بشري حقونو خپلواک کمسیون له دغسې یوې خلا سره مخا مخ دی او دا د جمهور رئیس کرزي دنده ده چې دا خلا ډکه کړي.

سعادت وايي، د جمهور رئيس واك هم محدود دی، جمهور رئیس نه شي كولاى يو تن د پنځو كلونو او یا هم د يوې ورځې لپاره وټاكي، ځکه چې دا موقتې دندې دي او ځانګړی زماني قيد لري، هرکله چې دا زماني قيد پوره كېږي سمدلاسه دغه شخص د خپل كار د دوام مشروعيت له لاسه وركوي.

سعادت زیاتوي: (( اوس كه دا شخص معاش اخلي، معاش يې ناقانونه دى، كه هغه د اړوند دفتر له امكاناتو ګټه اخلي، دا كار يې د قانون خلاف كار دى او كه لاسليك كوي، لاسليك يې په رسمياتو كې د اعتبار وړ نه دى.))

د مدني ټولنو د همغږۍ جرګې مشرعبدالرحمن هوتكي وايي چې له جمهور رئیس کرزي سره د دوی په غونډه کې دا خبره یاده شوه چې د بشري حقونو د خپلواک کمسیون د رئیس په ګډون د ټولو کمیشنرانو کاري موده پای ته رسېدلې، خو په خبره یې تراوسه په دې رابطه اقدام نه دی شوی.

هوتکي زياتوي چې دوى له  جمهور رئیس څخه د دې لپاره چې د بشري حقونو خپلواک کمسیون له حقوقي خلا څخه په څنګ پاتې شي، غوښتي وو چې د کمسیون د نوي رئیس په ګډون دې، نوي افراد د کمیشنرانو په توګه وګماري.

هوتکي وايي، د وړ کسانو کوم لیست چې جمهور رئیس ترې غوښتی و، هغه یې هم ورسپارلی دی.(( د مدني ټولنو د همغږۍ جرګې د جمهوري ریاست ماڼۍ ته ۳۱ کسیز نوملړ سپارلی دی چې د همدې نوملړ په رڼا کې د نویو کسانو پر ګمارلو اقدام وشي.))

هوتکي په خبره، دا نوملړ د مدني ټولنې د همغږۍ جرګې له لوري چې ۲۷۰ ټولنيز سازمانونه یې غړيتوب لري، کابو دوه اوونۍ مخکې حکومت ته سپارل شوی دی.

هوتکي زیاتوي: ((د لیست له سپارلو وروسته موږ د جمهوري ریاست له خوا ځواب نه دی ترلاسه كړى چې څو ورځې مخکې مو د لیک په ډول يو بل پيغام هم رياست جمهوري ته وسپاره.))

د هوتکي د څرګندونو له مخې، له دې ټینګار څخه د دوی هدف دا دی چې په کمسیون کې موجوده تشه ډکه او نوې رهبري په کار پیل وکړي: ((په قانوني لحاظ د دوى ټولو كاري موده پاى ته رسېدلې ده او د كاري مودې غځونه يې د جمهور رئيس صلاحيت دى، هغه هم نه ده غځول شوې، نو دا تشه دې ژر تر ژره ډكه شي.))

خو  د جمهوري ریاست د ویندوی له دفتر څخه سیامک هروي وویل چې د بشري حقونو د خپلواک کمسیون لپاره د کمیشنرانو پر ټاکلو کار روان دی او کومه ستونزه په کې نشته دی.

هروي زیاته کړه: ((د مدني ټولنې له خوا د انتخاب شویو کسانو لیست ریاست جمهوري ته سپارل شوی دی، ځینې کسان هم انتخاب شوي دي چې اوس یې د بیوګرافیو د بشپړولو کار روان دی.))

هروي وویل چې ژر تر ژره به د بشري حقونو د خپلواک کمسیون لپاره د کمیشنرانو په حیث داسې کسان وټاکل شي چې وړ او موثر وي.

که څه هم چې د بشري حقونو د خپلواک کمسیون له خوا د نویو کمشنرانو په اړه کومې خاصې څرګندونې نشته خو په عموم کې د کمسیون اوسنۍ اداره د وړ کسانو په ګمارلو تاکید کوي.

د بشري حقونو د خپلواک کمسیون د سیمه ییز دفتر مشر شمس الله احمدزی همدا خبره کوي او وايي: (( د بشري حقونو د خپلواک کمسیون لپاره باید وړ کسان وګمارل شي.))

احمدزی وايي؛ د افغانستان د بشري حقونو د خپلواك كمسيون د صلاحيتونو، دندو او د واكونو قانون څوارلسمه ماده په صراحت سره وايي چې كوم كس واجد شرايط كيداى شي او څه ډول کسان باید د بشري حقونو د خپلواک کمسیون د کمشنرۍ دنده پر غاړه واخلي.

احمدزي زیاته کړه: ((موږ هيله من يو چې ياد كمسيون ته د دغه قانون سره سم كسان د كميشنرانو په توګه ور وپېژندل شي.))

احمدزي د دې پوښتنې په ځواب كې چې د بشري حقونو د كمسيون ټول كميشنران د رئيس په ګډون نوي ورپېژندل كېږي او كه فقط هغه درې تنه چې له دندو لرې کړای شوي دي، وویل: (( د جمهوري رياست وياند وويل چې د بشري حقونو د خپلواك كمسيون د دريو تنو كميشنرانو كاري موده د جمهور رئيس له خوا نه غځول كېږي، ولې په دې اړه هم رسمي مكتوب لا تر دې دمه موږ ته نه دى رسېدلى، نه هم نور كميشنران را معرفي شوي، پخواني كميشنران اوس هم خپلو دندو ته دوام وركوي.))

احمدزي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې یاد کمسیون ته د کمیشنرانو په ورپېژندلو کې باید د کمسیون وړاندیزونه هم په نظر کې ونیسي، څو په واقعي توګه د افغانانو له حقونو ساتنه وشي.

دا چې د جمهور رئیس کرزي له خوا د بشري حقونو د خپلواک کمسیون لپاره د کمیشنرانو ټاکل تر اوسه ځنډول شوي دي هغه شکونه لا هم په زیاتېدو دي چې ویل کېدل حکومت د هغه راپور لپاره د کمیشنرانو د بدلېدو مسئله راپورته کړې چې د داوود خان د حکومت تر ړنګېدو راوروسته تر ۲۰۰۱ میلادي کال پورې د جنګي جنایتونو، ملکي وژنو او شکنجو کیسه کوي.

ویل کېږي په دې راپور کې چې د منازعې تصویر نومېږي، هغه شکنجې او وژنې انځور او مستند شوې دي چې عاملین یې دا مهال د حکومت په لوړو بستونو کار کوي.

که څه هم چې د جمهور رئیس ویاند ایمل فیضي دې اندېښنو ته په ځواب کې په خپلو څرګندونو کې وویل چې د کمیشنرانو ټاکنه به د ګزارش مخنیوی ونه کړي، خو د کمیشنرانو د ټاکلو ځنډېدلو او د بشري حقونو په خپلواک کمسیون کې خلا دغه اندېښنې بیا را پارولي دي.

د حقوقي چارو پوهان د شته کمیشنرانو فعالیت په دې دلیل غیر قانوني بولي چې یو خو د دې کمیشنرانو د کار موده پای ته رسېدلې او بل دا چې د جمهور رئیس له خوا یې د کار موده تمدید شوې نه ده او  په دې سره د بشري حقونو خپلواک کمسیون له یوې لویې تشې سره مخ دی.

 

نظر ها (0)

نوشتن نظر