|
کابل سبا لمر
قندهار سبا لمر
هرات سبا لمر
مزارشريف سبا نامعلوم
غزني سبا ځاى ځاى ورېځ
جلال آباد سبا لمر
باميان سبا لمر
زرنج سبا لمر
ميمنه سبا لمر
غوره پروګرامونه
تازه خبر:
- د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته
- سبا په مصر كې د جمهوري رياست ټاكنې ترسره كېږي
- هارپر افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار وکړ
- افغانستان کې د امریکا سفیر له خپلې دندې استعفا کوي
- د افغان ځوانانو كركټ اكاډمۍ يوې پاكستانۍ لوبډلې ته ماتې وركړه
- هند كې د اورګاډو ټكر له كبله ۱۵ تنه ووژل شول
د كليد ګروپ
مسلكي ښوونكي، هڅې او نيمګړتياوې
لیکونکی ع، ملاحتيكشنبه 09 سلواغه 1390 ساعت 10:28
كه څه هم په هېواد كې د ښوونې او روزنې بهير د پام وړ دى، خو سره له دې بيا هم نن ورځ په ښوونځيو كې د مسلكي ښوونكو كموالى يوه لويه ستونزه ده. دا هغه ستونزه ده، چې له كبله يې د زده كړې كچه ورځ تر بلې راتيټه شوې. دغه زيان تر ټولو زيات د دولسمو ټولګيو زده كوونكو ته متوجه دى، ځكه د كانكور په ازموينه كې د زده كوونكو د پاتې راتلو يوازينى علت په ښوونځيو كې د بې تجربې او د غير مسلكي ښوونكو موجوديت دى.
ښوونه او روزنه د يوه ملت د فرهنګ، پوهې او ټولنيز پرمختګ بڼسټ بلل كيږي او له يوه نسل څخه بل نسل ته د تجربو او فرهنګ د انتقال يوازينۍ لاره ده. په مخ په ودې هېوادونو كې، چې د پرمختګ او پراختيا په لور ګامونه اوچت كړي، په لومړي ګام كې يې د زده كړې په نظام كې بدلون رامنځته كړى دى.
د ښوونكو د مسلكي كېدو لپاره هڅې
اوسمهال د ټول هېواد په كچه ۴۲ اساسي دارالمعلمينونه چې زياتره يې د ولايتونو په مركزونو كې دي او د ۱۳۸ په حدودو كې حمايوي مركزونه وجود لري او په ټوليز ډول په دارالمعلمينونو كې له ۵۶۰۰۰ څخه زيات محصلين شته، چې ۶۰ فيصده يې نجونې دي.
د ۵۶۰۰۰ ښوونكو له ډلې څخه ۵۶ فيصده يې داخل خدمت دي يعنې دا چې د ورځې په نيمايي كې په ښوونځيو كې درس وركوي او په نيمايي نوره كې په دارالمعلمينونو كې زده كړې ترلاسه كوي.
سږ كال د ۲۰۱۲۶ تنو په حدودو كې له دارالمعلمينونو څخه فارغ شول، چې په هغه كې ۴۲ فيصده يې ښځينه ښوونكي دي.
په ۲۰۰۲ ميلادي كال كې كله چې د ښوونځيو شمېره زياته شوه، نو نوي ښوونكي هم جذب شول، چې له ۹۰ فيصدو نه پورته يې غير مسلكي ښوونكي وو. د دې كال په پيل كې ۲۰۰۰۰ ښوونكي او ۴ دارالمعلمينه موجود وو، چې پكې ۴۵۰ محصلينو، چې ټول نارينه وو زده كړه كوله.
له ۲۰۰۲ ميلادي كال وروسته په دريو كلونو كې چې د زده كوونكو شمېره د ۴ مليونو څخه زياته شوه، د ښوونكو شمېره هم يو سل او شپږ دېرش زرو ته ورسېده، خو بيا هم زياته فيصدې يې غير مسلكي ښوونكي وو.
د ښوونكو د روزنې د عمومي رياست د پاليسۍ ستره سلاكاره او د ښوونكو د روزنې عمومي رئيسه سوسن وردګ وايي، چې د لا زياتو ښوونكو د مسلكي كېدو په خاطر هڅې روانې دي: " اوسمهال په ټول هېواد كې د يو سل او اويا زرو نه زيات ښوونكي شته، چې لا هم ۶۸فيصده يې غير مسلكي ښوونكي دي، چې دا د ۷ ميليونو نه د ډېرو زده كوونكو د زده كړو پر پايلو ناوړه اغېزه لري، د ښوونكو د مسلكي كېدو په خاطر مو په ټولو ولايتونو او ولسواليو كې له يوې خوا د زده كړې لنډ مهاله پروګرامونه او وركشاپونه په لار واچول او له بلې خوا مو د دارالمعلمينونو د داخل خدمت پروګرامونه پيل كړل."
د هغې په وينا، بل ګام په دې لار كې په ولسواليو كې د دارالمعلمينونو پراختيا وه، ترڅو وكولاى شو د غير مسلكي ښوونكو كچه ۲۰ فيصدو ته راټيټه كړو.
نوموړې وايي، په دې خاطر چې د ولسواليو نجونې نشي كولاى مركز ته د مسلكي زده كړو د ترلاسه كولو په خاطر لاړې شي، نو د هغو لپاره په خپلو ولسواليو كې يو لړ پروګرامونه په نظر كې نيول شوي دي: " په ۷۰فيصده ولسواليو كې نه د نجونو كومه لېسه شته او نه هم ښځينه ښوونكي، نو په دې خاطر په دې ولسواليو كې يو تسريحي پروګرام په لاره اچول شوى، يعنې هغه نجونې چې له دولسم ټولګي څخه يې كمې زده كړې كړي په چټكو زده كړو سره خپل دولسم ټولګي بشپړ او د ښوونكو په توګه استخدامېږي او د داخل خدمت زده كړې پرمخ بيايي."
د چټكو زده كړو پروګرام
سوسن وردګ وايي، يو شمېر داسې ښوونكي شته، چې د زيات عمر خاوندان او د ډېرې كاري تجربې لرونكي دي، نو د هغو لپاره داسې لنډ مهاله پروګرامونه شته، چې د پوهنې له نوي ميتود سره، كوم چې نن ورځ دود دى بلدتيا تر لاسه كړي: " دا لنډ مهاله پروګرامونه په دې خاطر په لاره اچول شوي، چې په ډېرو لرو پرتو سيمو كې، چې د ښځينه ښوونكو كمى ډېر محسوس دى، نو له دارالمعلمينونو څخه فارغېدل به د دوظ لپاره زيات وخت ونيسي، ځكه چې هر كال تقريبا يو ميليون زده كوونكي نوي د پوهنې سيسټم ته داخليږي، په دې خاطر د پوهنې وزارت دې پروګرام ته لومړيتوب وركړى او اوس په ټولو ولايتونو كې د نړيوال بانك له خوا د دې پلانونو د پلي كولو په خاطر پروګرامونه جوړ شوي دي."
نوموړې زياتوي، د چټكو زده كړو په پروګرام كې كومې ښځې چې تر شپږم ټولګي پورې زده كړې لري يا هم په كور كې يې زده كړه كړې، نو هغوى د ښوونځيو رسمي سيسټم ته داخلېږي: " دوه تعليمي كلونه د يو كال په ترڅ كې پاٰى ته رسوي او د ښوونكو په صفت ورته صنفي اصول ور زده كېږي."
د پوهنې وزارت د چارواكو په وينا، دا هغه ګټور پروګرام دى، چې تر ډېره حده كولاى شي په لرو سيمو كې د ښځينه ښوونكو د كمي ستونزه حل كړي.
یو شمېر ښوونکي له پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له موسسو څخه تر فارغېدو وروسته هڅه کوي، چې په نورو برخو کې کار وکړي او په ښوونځیو کې دندو ترسره کولو ته لږ لېوالتیا ښيي.
د ښوونې او روزنې د پوهنتون سرپرست پوهاند میر هارون احمدي یې لاملونه داسې په ګوته کوي:
" یو دا چې په خواشینۍ سره تر دې مهاله ښوونکو ته تر ټولو لږ معاش ورکول کیږي، حال دا چې باید دوی ته تر نورو ډېر معاش وركړل شي، او بله دا چې په ټوله کې زموږ په هېواد کې د ښوونکي دندې ته په ټیټه سترګه کتل شوي دي، نو ځکه د دې څانګې فارغان نورو مسلکونو ته مخه کوي.''
دا مهال په ټول هېواد کې ۱۹۰۰۰۰ ښوونکي شته چې له هغې ډلې ۴۱ فيصده یې مسلکي شوي دي.
ګړندۍ هڅې
د ښوونکو د روزنې لپاره د هېواد په کچه د پوهنتونونو تر څنګ ۴۱ دارالمعلمینونه هم شته او د پوهنې وزرات په وینا، اړوندې الحاقیې به هم ۳۰۰ ته ورسوي. که څه هم د هېواد په زیاتره ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو نه شتون له تېرو لسو کلونو راهیسې یوه ستره ستونزه ده، خو د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې د ښوونکو د مسلکي کولو هڅې یې ګړندۍ کړي او د ښوونځیو هغه ښوونکي، چې غیر مسلکي او د دولسمو ټولګیو فارغان وو، د تېرو څو کلونو په اوږدو کې یې دارالمعلمینونو ته د زده کړو لپاره لیږلي دي، چې د خپلو دندو تر څنګ لوړې زده کړې هم وکړي. په لرو ولايتونو كې هغو ښځو ته چې دارالالمعلمينونو ته د زده كړو په خاطر ځي، د مياشتې ۶۰ ډالر هم وركول كېږي. د ولسواليو دارالمعلمينونه هم په دې شرط رامنځته كېږي، چې د نجونو د جذب كچه پكې تر نارينه وو زياته وي.
د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان دا مني، چې په هېواد کې د مسلکي ښوونکو د پراخ کموالي ستونزه شته، خو وايي دوی په ولایتونو کې د ښوونکو د هڅولو لپاره ځانګړي امتیازونه په پام کې نیولي.
د هغه په وينا، په ټول هېواد كې ۱۹۰ زره ښوونكي شته چې ۳۸ فيصده يې مسلكي او پاتې يې غير مسلكي دي: " لس كاله وړاندې په ټول هېواد كې ۴۰۰۰ ښوونكي وو، چې اوس ۲۴۰۰۰ ته رسېدلي دي، لس كاله وړاندې په كلنۍ توګه ۴۰۰ ښوونكي به له دارالمعلمينونو څخه فارغېدل، خو يوازې سږ كال ۶۱ زره تنه فارغ شول، دغه پروسه په ډېرې چټكۍ سره روانه ده او امېد مو دا دى، چې په دريو راتلونكو كلونو كې د دارالمعلمينونو اړوندې الحاقيې ۳۰۰ ته ورسوو."
د پوهنې وزارت وياند وايي، چې د كابل ښار په ښوونځيو كې يو غير مسلكي ښوونكى هم نشته او دا د دې وزارت يوه لويه لاسته راوړنه ده، ځكه د ده په خبره، په كابل كې د تعليم كچه لوړه ده، مرستندويه موسسې هم زيات فعاليت لري او هر ډول امكانات برابر دي.
ايمان دا هم زياتوي، چې په كابل كې ۳۰۰۰۰ ښوونكي شته چې ۳۰ فيصده يې ليسانس، ماسټر او دوكتوران دي او دهغې نه ښكته كوم معيار، چې د مسلكي ښوونكو لپاره په نظر كې نيول شوى هغه څوارلسم پاس دي: " كه چېرې يو ښوونكى د تقاعد عمر ته رسېدلى وي او د تقاعد غوښتونكى وي، نو د كاركوونكو د ملكي خدماتو د قانون په اساس له امتيازاتو څخه برخمن كېږي او چا چې ډېر خدمت كړى وي او يا يې د معارف لپاره قرباني وركړې وي د هستوګنې نومرو په وېشلو كې هغوى ته لومړيتوب وركوو."
ښوونځي او د غير مسلكي ښوونكو ستونزه
د تېرو دريو لسيزو د جګړو په ترڅ كې زيات شمېر مسلكي ښوونكي دې ته اړ شول، چې خپل هېواد او ټاټوبى پرېږدي او پرديو هېوادونو ته لاړ شي. د هېواد د پوهنې وزارت د تېرو كلونو په ترڅ كې خپل زيات شمېر علمي كدرونه له لاسه وركړي، چې د دې زيان د جبرانولو په خاطر كلونو كلونو ته اړتيا ده.
زموږ په هېواد كې ښوونكي يو محرومه طبقه ده، چې له ډېرو لږو آسانتياوو څخه برخمن دي او له بلې خوا هغوى نه شى كولاى، چې خپل مياشتني حقوق هم په خپل وخت ترلاسه كړي. همدا ټكي د دې سبب ګرځېدلي، چې ښوونكي له دې سپېڅلې دندې څخه لاس په سر شي. هغه ښوونكي، چې د مسلكي مهارت لرونكي دي، هڅه كوي، چې په غير دولتي سازمانونو او موسسو كې د ځان لپاره كار پيدا كړي او زياتې پيسې وګټي او يا هم زيات شمېر ښوونكي د خپلې دندې ترڅنګ نورې دندې هم مخ ته بيايي او هغوى ډېر لږ په دې بريالي كيږي، چې خپله سپېڅلې دنده په مسووليت سره سرته ورسوي. 
په اصل كې ښوونكي، زده كوونكي، تعليمي نصاب او ښوونځي د يوه هېواد د زده كړې د نظام عمده برخې دي، چې زموږ هېواد كې دغه ټولې برخې له ستونزو سره مخامخ دي.
د ښوونكو د روزنې مركزونه
د سيد جمال الدين د ښوونكو د روزنې انسټيټيوت ډېر پخوا په فعاليت پيل كړى او په ۱۳۹۱ لمريز كال كې يې له پرانيستو څخه ۱۰۰ كاله تېرېږي.
كوم محصلين چې په ۱۳۹۰ كال كې د كانكور د ازموينې له لارې دې انسټيټيوټ ته جذب شوي شمېر يې ۱۶۴۱ تنو ته رسېږي او له دې شمېر څخه هغه شمېر محصلين، چې په ۱۳۹۰ كال كې د سيد جمال الدين د انسټيټيوټ او د مركز له ۱۳ حوزو او د ولايتونو د ولسواليو له ۵ حوزو څخه فارغېږي ۱۶۴۱تنه له خدمت څخه دمخه او ۳۳۳۲ تنه د داخل خدمت په برخه كې فارغېږي، چې له دې ډلې څخه ۶۵ فيصده يې نجونې دي.
د ياد انسټيټيوټ رئيس محمد اعظم توخي په ۱۳۹۰ كال كې د دې انسټيټيوټ د فعاليتونو په اړه وويل: " سږ كال موږ په دې وتوانېدو، چې د مركز د دولسمو ټولګيو ټول فارغان د مسلكي زده كړو لپاره خپلو حوزو ته جذب كړو اوس هم زموږ په ۱۴ صنف كې ۲۲۴۸ تنه په زده كړې بوخت دي، چې د سلواغې د مياشتې په پاى كې به فارغان شي او د مسلكي ښوونكو په صفت به ټولنې ته وړاندې شي."
نوموړى وايي، په نظر كې ده چې په راتلونكي كال كې هم د كانكور د ازموينې له لارې ۳۰۰۰ تنه فارغان د سيد جمال الدين انسټيټيوټ ته جذب كړي او كه چېرې د كابل ښار په ښوونځيو كې هم د دولسم ټولګي فارغه ښوونكي وجود ولري، هغوى به هم جذب كړي.
سره له دې، چې د هېواد په ټولو ولايتونو كې دارالمعلمينونه شته، خو بيا هم د سيد جمال الدين په انسټيټيوټ كې ۴۵۰۰ تنه محصلين له بېلابېلو ولايتونو څخه په زده كړو بوخت دي. دا چې ولې دا شمېر محصلين مركز ته د زده كړو لپاره راځي په اړه يې د سيد جمال الدين د انسټيټيوټ رئيس اعظم توخي وايي: " يو شمېر هغه زده كوونكي دي، چې د كانكور د ازموينې له وركولو څخه وروسته مركز ته پېژندل شوي او بله ډله پخپله په مركز كې زده كړې غوره ګڼي، ځكه چې د كتابتون، لابراتوار او د كمپيوټر د تولګيو آسانيتاوې شته."
په بلخ ولايت كې۱۱۸۸۰ تنه ښوونكي شته، چې نږدې ۶۰ فيصده يې ښځينه ښوونكي دي. له دې ډلې ښوونكو څخه ۸۱۹ تنه له دولسم ټولګي څخه ښكته، ۴۶۶۱تنه د دولسم ټولګي فارغان، ۴۰۳۵ تنه څوارلسم پاس او ۲۲ تنه يې د ماسټرۍ په سويې دي.
د بلخ ولايت د مطبوعاتو د برخې مسوول عبدالكبير وايي، چې په دې ولايت كې د ښوونكو د روزنې يو انسټيټيوټ سره له ۶ الحاقيو فعاليت لري، چې نږدې ۴۴۴۶ تنه محصلين پكې زده كړه كوي.
د محمد كبير په نوم د بلخ ولايت د يوه ښوونځي ښوونكى وايي: " كه څه هم د ياد ولايت په مركز كې د مسلكي ښوونكو كموالى هومره محسوسه نه دى، خو په لرو ولسواليو كې دا ستونزه شته."
د هغه په خبره، مسلكي ښوونكي د معاش د كموالي په خاطر دې ته نه حاضرېږي، چې په لرو پرتو سيمو كې دنده ترسره كړي.
په دې وروستيو كې د بدخشان ولايت د ښوونكو د روزنې د مركز پنځم دور فارغان شول، چې ۵۶۲ تنه هلكان او ۵۳۳ تنه يې نجونې وې. د دې ولايت د ښوونكو د روزنې د مركز چارواكي وايي، د دومره شمېر مسلكي ښوونكو په فارغېدو سره به د ياد ولايت د پوهنې په برخه كې د مسلكي ښوونكو د كموالي ستونزه تر يوه حده پورې حل شي.
د دې ولايت د ښوونكو د روزنې د ادارې رئيس محمد صابر قادري وايي: " كه چېرې د معارف استازي يو سم تحقيق ولري، نو كولاى شي، د هغو ځوانانو د بشري ځواك په كارولو څخه چې په دې وروستيو كې د ښوونكو د روزنې له مركز څخه فارغېږي په سلو كې ۳۵ د مسلكي ښوونكو د كموالي ستونزه له منځه يوسي."
كه څه هم په تېرو كلونو كې مسلكي ښوونكو په لرو سيمو كې د دندې له ترسره كولو څخه انكار كاوه، خو خجسته د پنځمې دورې د فارغانو په استازيتوب سره وايي، د دې دورې فارغان دې ته حاضر دي، چې د دې ولايت په هر ګوټ كې دنده ترسره كړي.
پايله
كه څه هم په هېواد كې د تېرو شويو دريو لسيزو جګړو او ناخوالو له كبله ګڼ شمېر وګړي د علم او پوهې له نعمت څخه لرې پاتې شوي دي، د طالبانو له راپرځېدو څخه وروسته د هېواد معارف د كميت له لحاظه د پام وړ پرمختګ كړى، خو د كيفيت له لحاظه ګټور كارونه سرته نه دي رسېدلي.
تر هغې، چې د پوهنې وزارت د لوړو زده كړو له وزارت سره په همغږۍ كې د لايقو او لوړو سويو زده كوونكي دارالمعلمينونو ته جذب نه كړي، د مسلكي ښوونكو تشه به د هېواد په ولايتونو كې محسوسه وي.





