|
غوره پروګرامونه
تازه خبر:
- د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته
- سبا په مصر كې د جمهوري رياست ټاكنې ترسره كېږي
- هارپر افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار وکړ
- افغانستان کې د امریکا سفیر له خپلې دندې استعفا کوي
- د افغان ځوانانو كركټ اكاډمۍ يوې پاكستانۍ لوبډلې ته ماتې وركړه
- هند كې د اورګاډو ټكر له كبله ۱۵ تنه ووژل شول
د كليد ګروپ
د كندهار زيارتو كې د چرسيانو لنګرونه جاري دي
لیکونکی احمدالله څرګنديكشنبه 09 سلواغه 1390 ساعت 09:15
د کندهار يو شمېر زيارتونه د نشه يانو او چرسيانو تر ټولو ښه پناه ځايونه ګرځېدلي دي، په زيارتونو په ډاډه زړه راټوليږي، سر پر سر د چرسو ډکې سرخانې تشوي او دولتي چارواکي هم په خلاصو سترګو ورته ګوري.
د کندهار د يو مشهور پير شيرجان آغا زيارت چې يو شمېر چرسيانو د ملنګانو په نوم هلته دربار او لنګر جوړ کړى، د شپې او ورځې سپين ږيري او ځوانان ورباندې راټولېږي، د چرسو ډک چلم يې په منځ کي پروت وي او هر يو په خپل نوبت پرېمانه چرس څکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د زيارت سره پر سل متره واټن د ملي پوليسو يوه پوسته هم شتون لري. په دغسې زيارتونو کې چرسيانو ځانته يوه ځانګړې ډله جوړوي، د پير د مريدۍ په نوم ځوانان چرسو ته هڅوي او هر څوک چې وغواړي، هلته پرېمانه او وړيا چرس پيدا كولى شي.
په ياد زيارت کې يو تن وايي: (( زه په خپله يو ملنګ يم، دلته دې زيارت ته راځو. دا چلم او چرس زموږ د راټولېدني لپاره دى، موږ پرې راټولېږو او بانډار پرې کوو. دلته ځوانان راځي او د هر چا چې زړه وغواړي چرس او چلم څکولاى شي.))
يو بل چرسي بيا وايي، دا زموږ يو طريقت دى، دلته د خپل پير خدمت هم کوو او يو دم چرس هم وهو.
د دغسې زيارتونو ملنګان په دې باور دي، که هر څوک غواړي د پير صاحب مريد شي، نو اول بايد چرس يا سګريټى وڅکوي.
دوى دا هرڅه د خپل پير يا د زيارت د څښتن د خوښۍ لپاره ترسره کوي.
د کندهار يو تن ديني عالم مولوي عبدالعزيز تسليمي دغسې ناوړه کارونه د ناپوهۍ زېږنده بولي او وايي چې په دې ډول نه يوازې د زيارتونو، بلکې د خپل دين د اساساتو او اصولو سپکاوى هم كېږي.
مولوي عبدالعزيز تسليمي زياتوي: (( دغه کسان چې په زيارتونو کې نشې کوي او ځانته ملنګان وايي، دوى دوې ګناوي کوي، يوه ګناه يې د هغه دربار، د هغه شېخ او ولي الله سپکاوى دى، بل د دين د مقدساتو سپکاوى دى.))
د نوموړي په خبره، خلک نن سبا نارې وهي، چې کفار زموږ د مقدساتو سپکاوى کوي، خو په دې نه يو خبر چې موږ خپله په خپلو لاسو، د خپلو مقدساتو، د خپلو شيخانو، علماوو او پيرانو سپکاوى کوو، د ده په وينا موږ خپله په ځان نه پوهېږو چې دا اوس ښه کار کوو، که بد.
په دغسې زيارتونو کې راټولېدونکي چرسيان يوه عجيبه عقيده لري، دوى وايي چي چرس قلندري بوټى دى، دا د دوى د طريقت يوه برخه ده او هر وخت يې په اوداسه سره څکوي.
خو د مولوي عبدالعزيز تسليمي په وينا دغه کسان په دې نه دي خبر چي دوى په دې طريقه پيران او مريدان بدناموي، د طريقت سپکاوى کوي او خپل ځانونه نور هم د ناپوهۍ په سيند لاهو کوي.
مولوي تسليمي زياته كړه: ((هر څوک چې په دغسې بې ځايه خبرو پسې ځي، دا يو ډول ناپوهي ده او بايد ځان ورڅخه وژغوري.))
د ټولنيزو چارو کارپوه مصطفى خان هيله من زموږ ديني عالمان، قومي مخور، او د مسجدونو ملا امامان ملامت بولي چې د ده په خبره، په دې برخه کې يې د خلکو د عامه پوهاوي لپاره څه نه دي کړي.
نوموړي د عامه پوهاوي په برخه کې د ديني عالمانو او د مسجد د ملا امامانو ونډه تر ټولو مهمه بولي.
مصطفى خان هيله مند وايي: (( رښتيا هم اوسمهال زيارتونه د بانډار او نشې لپاره کارول کېږي. زيارتونه خو د پند اخستلو لپاره دي. په دغسې يوه حالت کې د علماء کرامو، د مسجد د ملا امامانو او روحانينو دنده ډېره مسؤلانه ده چې دغه خلک د قرآن او حديث په رڼا کې د دغسې ناوړه کارونو زيانونو ته متوجه کړي.))
د عامه پوهاوي او د دغسې کړنو د مخنيوي په برخه کې د علماوو شورا هم مهمه ونډه او مسؤليت لري، خو د کندهار د علماوو شورا رئيس مولوي نورالعزيز وايي چې تر اوسه يې دغې ستونزې ته نه دى پام شوى او تر دې وروسته به په دې اړه د امنيتي مسؤلينو سره په همغږۍ جدي اقدام کوي.
مولوي نور العزيز وايي: (( دا ښه شو چې را پام دې کړل، موږ به په دې اړه اقدام کوو او امنيه قومندانۍ ته به مکتوب واستوو او امنيه قومنداني به هم زموږ سره بشپړه همکاري کوي. دغسې چرسيان او نشه يان به له زيارتونو ورک کړو. ))
د يوې سروې له مخي په هېواد کې يو مليون کسان په نشه يي توکو اخته دي چې د هغه له جملې څخه يوازې په کندهار کي شپېته زره کسان نشه يي توکي څکوي او دا هغه شمېره ده چې په تېرو لسو کلونو يې سارى نه ليدل کېږي.





