Get Adobe Flash player

د تازه مطالبو ترلاسه كول

غوره پروګرامونه

آگهی
آگهی
آگهی
آگهی

د كليد ګروپ

پکتیا کې تاريخ تېر درمل ناروغان ګواښي

لیکونکی اسماعيل لاروى
دوشنبه 10 سلواغه 1390 ساعت 09:37

پکتیا کې تاريخ تېر درمل ناروغان ګواښي

د پكتيا اوسېدونكي شكايت كوي چې د روغتيايي ستونزو تر څنګ په بازارونو كې په لويه كچه بې كيفيته او نېټه تېر درمل هم خرڅېږي او حکومت یې په کنټرولولو کې پاتې راغلی دی.

دوى وايي، له يوې خوا كه په لرې پرتو سيمو كې ناڅېزه روغتيايي اسانتياوې محدودې دي، له بلې خوا د ازاد بازار روغتياپال د ناروغانو پر سوداګري کوي.

دوى د دې تر څنګ چې وايي ناروغان يې په ځنډ سره هم نه رغېږي، زياتوي چې د بې كيفيته درملو له كبله يې وړې ناروغۍ په لويو بدلېږي.

د پكتيا د سرحدي سيمو د اوسېدونكو په وينا دا درمل ډېری وخت له ګاونډي هېواد پاكستان څخه راوړل كېږي او په ازاد بازار کې خرڅېږي.

د څمكنيو ولسوالۍ اوسېدونكى ۳۵ کلن حكمت الله نيازى همدا خبره كوي، نوموړي وايي چې په دغه ولایت کې یې د پوښتنې هېڅوک هم نشته دی: ((د مخنيوي په هدف يې دولتي كسان يو دوه ورځې دواخانې وتړي، بیا چې ګورې په سبا او بل سبا بېرته خلاصې وي، نه پوهېږم چې رشوتونه اخلي او که کوم بل دلیل لري.))

د څمكنيو ولسوالۍ ته چې د ور څېرمه شپږو نورو ولسواليو ناروغان هم ورځي، خلک شکایت لري چې د کمپنیو او کلینیکونو ترمنځ د فیصدۍ له مخې ګډې ګټې موجودې دي، نو ځکه د تقلبي درملو بازارونه تاوده شوي دي.

د څمكنيو يو تن اوسېدونكى او قومي مشر حاجي سخي همدا خبره کوي او وايي، داسې ناروغان يې ليدلي چې ناروغي يې يوه وي، خو درمل ورته د نورو ناروغيو د درملنې په پار وركړل شوي وي: (( تاسو خپله قضاوت وکړئ چې دا ډول درمل ناروغان لا ډېر پسې نه كړوي.))

دى زياتوي چې د دوی په سیمه کې د عادي زكام ناروغ ته هم پنډ دوایانې ورکول کېږي چې بیا وروسته ګڼې نورې ناروغۍ زېږوي.

حاجي سخي پر ډاكټرانو نیوکه کوي چې د ناروغانو پر سر یې سوداګري شروع کړې او خپل جیبونه ډکوي: ((ډاكتران په بشپړ ډول د ناروغيو په درك او علاج نه پوهېږي.))

خو د پكتيا د عامې روغتيا مرستياله ډاكتر نازدانه پكتياوال د پورته نیوکو په ځواب کې وايی چې دوى په دواخانو کې د بې كيفيته او نېټه تېر درملو د مخنيوي په هدف ځانګړې ډله لري چې وخت ناوخت څار کوي.

نازدانه دا ادعا هم کوي چې د نېټه تېر درملو خرڅلاو يې څه ناڅه كنټرول كړى او په وينا يې په ښکاره ډول په درملتون كې داسې درمل نه موندل کېږي چې تاریخ تېر وي.

نازدانه دا ژمنه هم کوي چې د خلکو د شکایتونو په اورېدو سره به دوی خپل ګروپونه لا پسې چټک او که چېرې له کوم درملتون سره نېټه تېر درمل وموندل شي، نو سخته سزا به ورکړي، هغه وايي: (( موږ ټوله هڅه كوو، خو د بې كيفيته درملو د پلور مخنيوى په ټوليز ډول ناممكن دى.))

د نازدانې د څرګندونو پر بنسټ، د هېواد په سرحدي سيمو كې بې اغېزې او نېټه تېر درمل ځکه موندل کېدای شي چې په پوله کنټرول نشته دی: ((ډېر درمل كم اغېزې او په داسې كيفيت جوړ شوي دي چې د ناروغيو مخنيوى په سم ډول نه شي كولاى، دا یوه سرحدي ستونزه ده، پولې نه کنټرولېږي.))

ډاكترنازدانه دا هم وايي چې دوى د درمل د چك او کنټرول اړين وسايل هم نه لري: (( څو موږ وكولاى شو چې د ناسمو درملو د خرڅلاو مخه ونيسو.))

د پكتيا اوسېدونكي په داسې حال كې د ازاد بازار له بې كيفيته درملو شكايت كوي چې د دې ولايت د لرې پرتو سيمو اوسېدونكو ته لومړنۍ روغتيايي اسانتياوې هم په كمه كچه او محدود ډول رسېږي.

د دې تر څنګ د چارواكو او سيمه والو په وينا، د پكتيا شته نفوس ته چې د تخمين له مخې یو ملیون او ۲۰۰ زره تنه کېږي، د ۴۵۰ زره نفوس سهم وركول كېږي چې دې انډول په روغتيايي برخه كې زياتې ستونزې را ولاړې كړې دي.

 

نظر ها (0)

نوشتن نظر