|
غوره پروګرامونه
تازه خبر:
- د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته
- سبا په مصر كې د جمهوري رياست ټاكنې ترسره كېږي
- هارپر افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار وکړ
- افغانستان کې د امریکا سفیر له خپلې دندې استعفا کوي
- د افغان ځوانانو كركټ اكاډمۍ يوې پاكستانۍ لوبډلې ته ماتې وركړه
- هند كې د اورګاډو ټكر له كبله ۱۵ تنه ووژل شول
د كليد ګروپ
كندهار كې پوليسو ته ټوپکیان ویل کېږي
لیکونکی احمدالله څرګنديكشنبه 16 سلواغه 1390 ساعت 08:51
د كندهار اوسېدونكي وايي، د دوى په ولايت كې پوليسو ته په درنه سترګه نه كتل كېږي، ځكه په پوليسو كې د كندهاريانو ونډه كمه ده.
کندهاري ځوانان له همدې كبله د پوليسو په ليکو کې د درېدو لپاره زړه نه ښه کوي چې خلك ورباندې د ټوپك سالار ګمان كوي، دا وخت په کندهار کې چې پر واټونو او پوستو كوم پوليس ليدل كېږي، ډېرى د شمال او يا هم د هېواد د نورو ولايتونو دي.
د کندهار ښار يو تن اوسېدونکى توريالى چې له دولسم ټولګي فارغ شوی وايي چې د پوليسو له دندې سره مينه لري، خو په وينا يې، اوس نه غواړي چي په لوى لاس ځان ته د خلکو خولې را واړوي او د پوليسو په نام خلک، کورنۍ وګواښي.
توريالى زياتوي: (( علاقه لرم چې په پوليسو کې و درېږم، خو اوس شرایط خراب دي، که زه په پوليسو کي و درېږم، نو زما کورنۍ ته مشکل جوړيږي.))
د نوموړي په خبره، ورور او پلار به يې ځورول کېږي: (( خلك دې ته نه ګوري چې زه د وطن خدمت كوم، بلكې نامعلوم كسان په پټه ګواښونه كوي.))
په کندهار کې زيات خلک پوليس يوازې د ټوپکي او ټوپک سالار په نوم پېژني او هيڅوک يې د دندې قدر نه کوي.
ډېر داسې ځوانان چې اوس مهال په پوليسو کې دنده لري له ګواښونو سره مخ دي. له يوې خوا د دې سيمې امنيت ډاډه نه دى او له بلې خوا د خلکو ذهنيت د پوليسو پر وړاندې منفي دى.
په کندهار کې يو تن پوليس سرتېرى جانان وايي چې د پوليسو صفونو ته له مجبورۍ ورغلی دی: (( اوس لا د نامعلومه کسانو له خوا ګواښونه راته کېږي او د دې ترڅنګ د کورنۍ تر فشار لاندې يم، وايي دنده دې پرېږده.))
جانان پوليس وايي: (( داسې خلک بېخي ډېر دي چې پوليس يوازې ټوپکيان بولي. زه له مجبورۍ دا كار كوم. ))
د كندهار ښار اوسېدونكى احمد شاه سپر چې ځان د سياسي چارو كارپوه بولي وايي چې دولت په خپله له داسې حالت سره ځان مخ كړى دى، د ده د څرګندونو له مخې، په اداري فساد ککړ کړى دى چې اوس خلک په ادارو کې په کار کولو شرمېږي.
خو په جنوب لوېديځه حوزه کې د ٤٠٤ ميوند زون عمومي قومندان تورن جنرال محمد سالم احساس ټولې هغه خبرې بې بنسټه بولي چې ګواکې په کندهار او په جنوبي حوزه کې ځوانان د پوليسو ليکو ته د داخلېدو لپاره زړه نه ښه کوي.
نوموړى دا مني چي څو کاله وړاندې د امنيت د ډېر خرابوالي له كبله ځوانان د پوليس ليکو ته نه راتلل، خو په وينا يې اوس د ځوانانو لېوالتيا ډېره شوې او په دغه حوزه کي يې د پوليسو نژدې ټول پرسونل او تشکيل پوره شوى دى.
سالم احساس په خبره اوس دوى په دې اړه هيڅ مشكل نه لري: ((په داوطلبانه توګه زموږ پر وطن مين ځوانان راځي، د ملي پوليسو، ملي اردو او محلي پوليسو په ليکو کې درېږي.))
د ده په وينا، دا مهال په کندهار او همدارنګه د حوزې په څلورو ولايتونو کې په کافي اندازه او د تشکيل مطابق پوليس شته: (( تشکيلات مو ډک دي او اوس د نورو پوليسو اړتيا هم چندانې نه ليدل کېږي.))
د دغې ستونزې اساسي حل لاره به څه وي، څو عام ولس پوليسو ته د ټولنې د يو خدمتګار په سترګه وګوري او خپل با سواده ځوانان د پوليسو ليکو ته ورکړي؟ د سياسي چارو کار پوه احمد شاه سپر وايي چې لومړى بايد دولت په ولس کې محبوبيت پيدا کړي او ټول هغه خنډونه له منځه يوسي چې له كبله يې د دولت او خلکو تر منځ فاصله پيدا شوې ده.





