Get Adobe Flash player

د تازه مطالبو ترلاسه كول

کابل سبا لمر

28˚C
9˚C

قندهار سبا لمر

33˚C
18˚C

هرات سبا لمر

31˚C
17˚C

مزارشريف سبا نامعلوم

31˚C
19˚C

غزني سبا ځاى ځاى ورېځ

21˚C
11˚C

جلال آباد سبا لمر

29˚C
16˚C

باميان سبا لمر

13˚C
4˚C

زرنج سبا لمر

37˚C
26˚C

ميمنه سبا لمر

27˚C
17˚C
ټول ښارونه او اړوند جزيات

غوره پروګرامونه

آگهی
آگهی
آگهی
آگهی

د كليد ګروپ

آر اېس اېس څه شى دى؟


دوشنبه 28 چنګاښ 1389 ساعت 12:55

د كليدګروپ تحليلي اوخبري وېبپاڼه اوس د اراېس اېس (Really Simple Syndication). له لارې دخبرونو لېږلو اسانتياوې هم لري.

ار اېس اېس يوه ساده لاره ده، چې تاسو ته زموږ د وېبپاڼې او يا نورو وېبپاڼو څخه د تازه خبرونو او مطالبو  د اخستلو امكان د وخت له ضاېع كېدو پرته  برابروي.

RSS reader structure

 

په وېبپاڼه كې د وروستيو زياتو شويو مطالبو لاس ته راوړنه د آر، اېس، اېس له لارې:

د دې كار لپاره تاسو بايد  د آر اېس اېس ريډر (RSS Reader) پروګرام ولرئ.

لكه څنګه، چې د كليد ګروپ د وېبپاڼې خبرونه او رپوټونه د ورځې په اوږدو كې تازه كيږي، د دې مطالبو خلاصه (لنډيز) له عكس سره يوځاى د ار اېس اېس ټكنالوژۍ له لارې په اوتومات ډول ستاسو آر اېس اېس ريډر پروګرام ته نقليږي.

څنګه كولاى شى د آراېس اېس ريډر (RSS Reader) پروګرام برابر كړئ!

د آر اېس اېس ریډر پروګرام بېلابېل ډولونه لري، چې كولاى شئ د دې پروګرامونو نور جزيات له انټرنېټ څخه ترلاسه كړئ.

تاسې كولاى شى دغه دغه آر اِس اِس ریډرونه په وړيا ډول په خپلو كمپيوټرونو كې انسټالولاى شى.

په دې پروګرامونو كې د پام وړ ټكى دا دى، چې  ځينې آر اېس اېس ريډرونه د ژبو يو شمېر برخې نه حمايه كوي، نو لازمه ده، چې له انسټالېشن وړاندې ډاډ ترلاسه كړئ، چې ستاسو د نظر وړ سافټ وير د دې قابليت لرونكى دى كه نه.

په دې ځاى كې درې پروګرامونه، چې كولاى شى له هغې ګټه پورته كړئ د رپېژنو:

1. Snarfer  يو ډېر ساده، د ډېر سرعت لرونكې او كم حجمه پروګرام دې، چې پښتو او دري ژبې په اسانۍ سره سپوټ يا حمايه كوي.

د ۴۷۴ كيلوبايټو په حجم د Snarfer داونلوډول

2. GreatNews دا د سنرفر په څېر يو پروګرام دى د لږ څه زياتو وړتياوو او ډېرحجم په درلودلو سره، چې په (آر اېس اېس هوښيار ريډر) باندې مشهور دى.

د ۸۰۰ كيلو بايټه حجم په لرلو سره د GreatNews ډاونلوډول

3. Google Reader د دې پروګرام لپاره انسټالولو ته اړتيا نشته او په انلاين ډول كولاى شئ له هغې څخه ګټه واخلئ، چې د ډېرو بشپړو اوغوره معلوماتو لرونكى دى.

د دې پروګرام څخه د ګټې اخيستنې لپاره بايد د ګوګل يا جيمېل يو اكاونټ ولرئ.

په انټرنېټ كې د Google Reader آدرس

څنګه كولاٰى شئ، چې د آر اېس اېس له لارې د كليد ګروپ له وېب پاڼې د خبرونو د لاسته راوړلو ګډون كوونكي شئ؟

د آر اېس اېس ریډر پروګرام له موندلو وروسته بايد د فيډ پته يا زموږ آر اېس اېس له سايټ څخه واخلئ او په خپل پروګرام كې يې ور زيات كړئ، څو د تل لپاره زموږ خبرونواو نورو مطالبو ته لاسرسى ولرئ.

د دې كار لپاره د كليد ګروپ په وېبپاڼه كې  د آيكن پرمخ يا د RSS په بڼه ( د لاندې عكس سره سم) د موز( mouse) ښي اړخ ته زور وركړئ او په پرانستې مينو كې مو د پام وړ شى Copy Link Location یا Copy Shortcut غوره كړئ و روسته مو د آر اېس اېس ریډر پروګرام پرانيزئ او د اضافه كولو په برخه كې يې Feed یا RSS کاپی كړئ.


ستاسو په وېبپاڼه كې د كليد ګروپ پښتو وېبپاڼې د آر اېس اېس څخه ګټه اخستل:

موږ  په نورو وېبپاڼو كې د ار اېس اېس څخه د خپلو تازه مطالبو د ګټې اخستنې څخه ملاتړ كوو، په دې شرط، چې زموږ د مقرراتو او ضوابطو برابر وي.

لازمه ده هر وخت مو، چې د كليد ګروپ وېبپاڼې څخه د كوم مطلب څخه په بل ځاى كې استفاده كوله په يو مناسب فرمټ د سرچينې نوم ذكر او لېنك وركړئ.

د كليد ګروپ د لوګو يا د كليد او DHSA د نوروټولو سوداګريزو نښو څخه استفاده كول اړين نه دي. د كليد ګروپ د خپرونو مخنيوى زموږ خپل حق دى.

د لاندې آر اېس اېس لړليك څخه د خپلې خوښې موضوعګانې وټاكئ: